د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې د اوسني وخت چټک توپ اچوونکی دولت ځدراڼ د هندوستان په تمریناتي کمپ کې ټپي شوی او له راتلونکیو سیالیو پاتې شوی دی.
دولت ځدراڼ به د زنګون ټپونو له کبله اوس په راتلونکې جون میاشت کې د بنګله دېش خلاف پلان شویو مهمو ۳ شل اوریزه او د هند خلاف تاریخي ټیسټ سیالۍ کې ونه لوبیږي.
د افغانستان کرېکټ بورډ په خپله رسمي فیسبوک پاڼه کې ویلي، دولت ځدراڼ د تمرین په پرمهال په زنګون ټپي شوی او ډاکټرانو ورته د یوې میاشتې ارام مشوره ورکړې ده.
کرېکټ بورډ وایي، د زنګون ټپونو له کبله به د کرېکټ ملي لوبډلې دغه چټک توپ اچوونکی د جون په درېیمه نېټه په هند کې له بنګله دېش سره په ۳ شل اوریزه او د جون په ۱۴مه نېټه له هندوستان سره په تاریخي ټیسټ سیالۍ کې موجود نه دی.
د یادونې ده چې افغان کرېکټ بورډ تراوسه د دواړو بنګله دېش او هند خلاف سیالیو ته لوبډلیېنه دي اعلان کړي او له همدې کبله معلومه نه ده د دواړو لوبډلو خلاف به په پلان شویو مهمو سیالیو کې د ټپي ۳۰ کلن لوبغاړي دولت ځدراڼ تشه کوم افغان بالر ډکه کړي.
دولت ځدراڼ له ۲۰۱۱ کال راهیسي په پرله پسې توګه د افغانستان د شل اوریزه، فرسټ کلاس او پنځوس اوریزه لوبډلو مهم غړی و.