
اجرایوي رییس عبدالله عبدالله د ماینپاکۍ په چارو کې د مرستې او د ماین ګواښونو د پوهاوي نړیوالې ورځې نمانځغونډې ته وویل چې د ماینونو پاکولو برخه کې ۸۰ سلنه کار شوی، خو پاتې شل سلنه نور هم جدي ستونزه ده او باید ورته پام وشي.
عبدالله زیاته کړه، د ماین پاکولو په برخه کې یو شمېر هېوادونو مرستې کړي او اوس باید حکومت او خصوصي سکټور هم پهدې برخه کې ونډه واخلي.
اجرایوي رییس، د وزیرانو شورا ته وړاندیز کوي چې د ماین پاکولو ادارو د هغو کسانو کورنیو او بچیانو ته باید د وژل شویو افغان ځواکونو په څېر ځمکې ورکړل شي.
عبدالله عبدالله وویل، د ماینپاکۍ ادارو ته د بودیجې ځانګړي کولو لپاره به هم هڅې وکړي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي مرستیال او د امریکا د سفارت استازي ژمنه وکړه چې د ماینپاکۍ په برخه کې به خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
دوی د جګړې له ښکېلو لوریو غوښتنه وکړه چې د جګړې پر مهال دې ماینونه نه کاروي او ناچاودي توکي دې د جګړې په ځای کې نه پرېږدي.
د ماینپاکۍ موسېسو د مسوولانو په وینا، لاهم په افغانستان کی ۱۷سوه کیلومټره ځمکه ماینپاکولو ته اړتیا لري.
اړوند مطالب:
داعش کونړ کې د ماینپاکۍ یوې موسېسې ۱۲ کارکوونکي برمته کړي
په کندهار کې د ماینپاکۍ د یوې موسېسې ۵ تنه ووژل شول
فراه کې ماینچاودنې ۸تنه ووژل او ۴۰ یې ټپیان کړل

نوموړي که څه هم پهدې برخه کې د یو شمېر هېوادونو د مرستې کمېدو خبر ورکړ، خو هیله یې وښوده چې مرستندوی هېوادونه به یو ځل بیا خپلې مرستې پیل او حکومت هم د بودیجې او د ځمکې په برخه کې خپلې ژمنې عملي کړي.
په دولت کې د شهیدانو کورنیو او معلولانو چارو وزیر لعلمحمد اریوبي ډاډ ورکړ چې د جګړو او ماینونو قربانیانو ته به پوره پام وشي.
د اریوبي په وینا، اوس ورسره ټولټال ۳۱۰ زره کسان ثبت دي چې ۱۶۰ زره یې معلولیت لرونکي او ۱۵۰ زره یې هم د شهیدانو ورثه دي چې په خبره یې نغدي مرسته ورسره کېږي، خو بسنه نهکوي.
بلهخوا د بېړنیو پېښو پروړاندې د مبارزې وزیر په یاده غونډه کې وویل چې تر دې دمه له ۱۳۰۰ کیلومټره مربع ځمکه له ماینونو پاکه شوې او نږدې ۱۹ میلیونه ماینونه شنډ شوي دي.
د هغه په خبره، اوس هم په میاشت کې ۱۲۰ کسان د ماین چاودنې له امله وژل کېږي یا هم ټپیانېږي.





