دفاع وزارت: په ننګرهار کې د داعش سره په هرو ۱۰ جنګیاليو کې ۷ بهرنیان دي

ملي دفاع وزارت وايي، په هېواد کې د روانې جګړې تر شا د سیمې استخباراتو لاس دی، چې پر وینا یې د طالبانو او داعش وسله والو سره بهرني جنګیالي هم همکار دي.

د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري نن دوشنبه (ډسمبر۲۱مه) د یوې خبري ناستې پر مهال د پورته وینا د څرګندولو ترڅنګ زیاته کړه، چې په ننګرهار کې د داعش سره په هرو لسوجنګیالیو کې ۷ بهرنیان د افغان پوځ پر ضد جنګيږي.

ده وویل، چې په نورو سیمو کې د طالبانو سره له ۳ نیولې تر ۶ تنو پورې بهرنیان ملګري دي، چې پنجابیان، ازبکان، تاجکان، غوریان، عربان او چیچنیان هم ورسره دي او داعش سره په ننګرهار کې کاملا اورک زي دي، چې جګړه کې هم برخه ورسره اخلي.

همدارنګه نوموړي په تېرو ۴۸ ساعتونو کې ۲۰۶ وسله والو مخالفينو د وژل کېدو خبر هم ورکړ.

دولت وزیري زیاته کړه، چې افغان پوځ په کونړ، وردګو، پکتیا، غزني، زابل، هلمند، ارزګان او هرات ولایتونو کې ۱۲ عملیات ترسره کړي.

جنرال وزیري وايي، چې په تېرو ۴۸ ساعتونوکې په ټول هېواد کې ۱۵ د ملي اردو سرتیري وژل شوي دي.

د هغه په وینا، په یاده موده کې افغان ځانګړو ځواکونو تر ۱۰۰ ډیر عملیاتو برسېره هوايي ځواکونو هم  ۱۶۰ پروازونه ترسره کړي، چې زیات یې محاربوي و.

دغه راز، په خبري غونډه کې د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي بیا په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د عملیاتو پرمهال د ۵۲ وسله والو مخالفینو د وژل کېدو خبر ورکړ.

صدیقي زیاته کړه، چې دې عملیاتوکې ۷ پولیس هم وژل شوي دي.

په همدې اړه عبدالله عبدالله هم د وزیرانو شورا په غونډه کې وویل، چې د هلمند د امنیتي وضعې کنټرول په موخه یې نن سهار له ولسمشر او امنیتي چارواکو سره د هلمند بېړنۍ غونډه رابللې وه.

عبدالله زیاتوي، په یاده غونډه کې پریکړه شوې، چې د هلمند ولایت امنیتي وضعې کنټرول له پاره دې له ټولو لارو چارو کار واخیستل شي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام