دفاع وزارت: امریکا دې د سرتېرو رالېږلو پرځای افغان امنیتي ځواکونه پياوړي کړي

د ملي دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري سلام وطندار سره د خبرو پرمهال افغانستان کې د نورو امریکايي ځواکونو ځای پرځای کېدل ستایي، خو وايي، امریکا دې د ترهګرۍ له اړخه زیانمنونکي هېوادونه ډېر تجهیز او پر پوځي مرستو تمرکز وکړي.

افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو لوی قوماندان تېره پنج شنبې د امریکا د سنا امنیتي کمېټې غونډې ته ویلي، چې افغانستان کې امنیتي وضعیت ترینګلی او د کنټرول له پاره يې دغه هېواد کې د زیاتو امریکايي سرتېرو ځای پرځای کېدو ته اړتیا ده.

د وزیري پر وینا، د ترهګرۍ ضد افغان جګړه کې دې د نړۍ ټول هېوادونه یوموټی شي.

یو شمېر پوځي شنونکي هم باوري دي، چې امریکا دې د نورو پوځیانو لېږلو پرځای افغان ځواکونه تجهیز او له مسلکي اړخه وروزي.

پوځي شنونکی کابل خان تدبیر وايي، د افغانستان جګړه د زیاتو نړیوالو ځواکونو په

ځای پرځای کېدو پای نه مومي؛ بلکې په دې برخه کې د افغان ځواکونو تجهیز ګټور تمامیږي.  

بل پوځي شنونکی عتیق الله امرخېل هم باوري دی، چې افغانستان ډېرو تجهیزاتو او هوايي ځواک ته اړتیا لري.

امرخېل وايي، چې د نیو امریکايي ځواکونو راتګ پر ځای دې افغان امنیتي ځواکونه په ټوله ډول تجهیز شي.

په افغانستان کې اوس  شاوخوا ۱۳ زره او ۵۰۰ بهرني سرتېري پراته دي، چې ۸ زره او ۴۰۰ یې امریکایان دي. 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام