د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش نن د پلټنې د عالي ادارې د رییس د پېژندلو په غونډه کې د هلمند پر ۲۱۵ میوند قول اردو د طالبانو برید د غندلو ترڅنګ وویل، د افغانستان دوښمنان له یو لوري د سولې نارې وهي او له بلهخوا د پوځ د ماتولو او منحلولو هیله لري چې دا کار ناشونی دی.
دانش په هلمند کې د تېرې ورځې برید ته په اشارې وویل، طالبان په دا ډول ترهګریزو بریدونو سره غواړي چې د سرتېرو روحیه کمزورې کړي چې په ونیا یې دا ارمان به ګور ته یوسي.
سرور دانش زیاتوي، امینتي ځواکونه لکه چې په تېرو ۱۸ کلونو کې په لوړه روحیه د هېواد او افغانانو د دفاع لپاره جنګېدلي، تر دې وروسته به هم په هېواد کې د تلپاتې سولې تر راتلو خپلې دفاع او مقاومت ته دوام ورکړي.
طالبانو د جمعې په شپه ناوخته د شورابک پر پوځي اډې چې د هلمند په واشېر ولسوالي کې ده، برید وکړ. د ۲۱۵ میوند قول اردو هم په همدې ځای کې ده.
۲۱۵ میوند قول اردو: د نیمروز پر لویه لاره د طالبانو ګمرک مو ویجاړ کړ
د ملي اردو ځانګړو عملیاتو فرقه په قول اردو بدله شوه
امنیتي چارواکي وايي، په یاد برید کې چې د جمعې په ماښام پای ته ورسېد، ۲۳ سرتېري وژل شوي او ۱۶ نور ټپیان دي.
د هلمند د سیمهییزو چارواکیو په وینا، په یاده جګړه کې د ۸ ځانمرګیو بریدګرو په ګډون، ۲۰ طالبان هم وژل شوي دي.