دانش : له ښو زیرو سره به هیواد ته ستون شم

د افغانستان کرکټ بورډ عمومي مشر(چیرمین) نسیم الله دانش وایي، چې د انګلستان هیواد ته یې سفر د لاسته راوړنو ډک دی.

د دانش په وینا، سبا د روانې جون میاشتې په ۱۸ مه نیټه بېرته د انګلستان له سفر څخه افغانستان ته ستنیږي او د هیواد د کرکټ د پرمختګ له پاره ښه خبرونه له ځان سره راوړي.

د کرکټ بورډ مشر زیاته کړه، چې انګلستان ته یې کامیابه سفردرلود او هیواد ته په ستنیدو به انګلستان ته د خپل سفرپه اړه به ټول افغان کرکټ مینه وال د سفر په اړه د خپلو پوښتنو ځوابونه ترلاسه کړي.

د یادونې وړ ده، چې نسیم الله دانش د یوې اوونۍ راپدیخوا د انګلستان پلازمینې (لندن) ته تللی، خو افغان کرکټ بورډ تراوسه د خپل مشر سفر د موخې او لاسته راوړنو په اړه په رسمي توګه څه نه دي ویلي.

پخپله دانش هم تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي، چې د انګلستان په سفر کې يې د هېواد د کرکټ د پرمختګ له پاره له کومو انګلستاني یا نورو هېوادونو کرکټ چارواکو سره کتلي او د ده په وينا څه زیری له ځانه سره لري.

یاده دې وي، چې دانش د انګلستان په دې سفر کې د کرکټ تاریخي کرکټ نړېوال لوبغالي (لارډز) څخه هم لیدنه کړې ده.

همدې لارډز لوبغالي ته تېره میاشت د افغانستان کرکټ ملي لوبډله هم د انګلستان د تمریناتي کمپ پرمهال ور بلل شوې وه.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام