دانش: افغانستان باید د موقت او انتقالي حکومت لابراتوار نه وي

 

د ولسمشرۍ دویم مرستیال سرور دانش نن په کابل پوهنتون کې له (افراطیت سره مبارزه او د سولې لرلید) تر سرلیک لاندې غونډې ته وویل چې افغانستان د لنډمهالې او منځ مهالې ادارې لابراتوار نه دی او هر بدلون باید د اساسي قانون په اډانه کې رامنځته شي.

د ښاغلي دانش په وینا، طالب ډله د افغانستان پرمختګونو د لیدو توان نه‌لري او په همدې دلیل د پلمو په مطرح کولو ـ چې اساسي قانون ستونزې لري او یا د بهرنیانو موجودیت نه غواړي ـ سوله وکړي.

ورته مطالب:

سرور دانش: د سولې په خبرو کې اساسي قانون زموږ سره کرښه ده

سرور دانش: په فساد ککړ پوهنیز نظام د هېواد په ګټه نه دی

سرور دانش: ځېنو دولتي بنسټونو جفا کړې‌ده

د ولسمشرۍ دویم مرستیال زیاتوي، کوم کسان یا ډلې چې د طالبانو له‌دې غوښتنو سره همغږي دي؛ د هېواد ملي ارزښتونه تر پښو لاندې راولي. د ده په خبره، افغانستان د موقت او انتقالي حکومت لابراتوار نه‌دی.

د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش زیاتوي، ځانګړي کسان باید د وطنوالو له پتې د افغانستان راتلونکې تته نه‌کړي او هر ډول هوکړه باید د نظام، اوسني جوړښت او د هېواد اساسي قانون په اډانه کې تنظیم شي.

ښاغلی دانش د سولې خبرو ته په نغوتې سره وایي، سوله یوازې مامله نه‌ده او باید تلپاتې وي چې د وطنوالو ارزښتونه خوندي شي.

د ولسمشر دویم د مرستیال په خبره، افغانانو د بن غونډه کې حضور نه‌‌لرلو؛ خو نن وطنوال د هرڅه خاوندان دي.

د دې غونډې ګډونوال ټینګار کوي چې د سولې خبرې باید د افغانستان دولت په مالکیت مخته یووړل شي.

ولسمشر محمد اشرف غني تر دې وروسته هم پر تل پاتې سولې ټینګار کړی او له بهرنیانو او کورنیو سیاسي څېرو سره د طالبانو هرډول خبرې غیراجرایي ګڼلې وې او ویلي یې وو چې د لږکیو له لوري سوله نتیجې ته نه‌ رسېږي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام