د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ویاندې جين ساکي په واشنګټن کې خبريالانو ته ويلي، چې سپينه ماڼۍ د افغانستان او پاکستان ترمنځ د وروستيو اړيکو د ښه والي هرکلی کوي.
جين ساکي دا هم ويلي، چې امريکا به د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ښوو اړيکو ملاتړ وکړي.
سرچينې زياته کړې، چې په دې وروستيو کې د افغان او پاکستاني مقاماتو تګ راتګ د دواړو هېوادونو د اړيکو د ټينګېدا لامل شوی.
تېره ماښام ناوخته د پاکستان د پوځ لوی درستيز جنرال راحل شریف کابل ته راغی او په دواړو هېوادونو کې د سولې او ثبات راوستو په موخه يې د افغان لوړ پوړو چارواکو سره خبرې اترې وکړې.
یاده دې وي، چې د ملي وحدت حکومت د جوړيدا څخه وروسته، افغانستان ته د پاکستان د دغه لوړ پوړي پوځي چارواکي دا څلورم سفر دی.
په پروني سفر کې د آې، ایس، آې یا د پاکستان د څارګرې ادارې مشر جنرال رضوان اختر هم د لوی درستيز ملتيا کوله.
راحل شریف له افغاني مقاماتو سره په خبرو کې ویلي چې له افغانستان سره د کړیو ژمنو پایلې به په راتلونکو څو اونیو کې روښانه شي.
خو له بل لوري بیا په کابل کې ځینې د سياسي چارو شنونکي وايي، چې افغان چارواکي د پاکستاني مقاماتو په مهالني تګ راتګ باور ونه کړي او د خبرو پر ځای یې عمل ته وکتل شي.
دغه شنونکي خبرداری ورکوي، چې افغانستان باید د پاکستان سره په اړيکو کې له احتیاطه کار واخلي.
د دوی په وينا پاکستان د تاریخ په اوږدو کې ښودلې چې پر خپلو ژمنو نه دریږي او هغه مهال افغانستان ته د دوستۍ لاس اوږدوي چې په کور دننه له ستونزو سره مخ شي.
د امنیتي او پوځي چارو شنونکي جنرال عتیق الله امرخیل سلام وطندار ته وویل: اسلام آباد د سیمه ییزو هېوادونو فشار او په هېواد کې دننه امنیتي ستونزو دې ته اړ کړی، چې کابل پر خپلې دوستۍ تېرباسي، خو په وينا يې دا ټول اقدمات یې لنډ او د خپلو ستونزو د هوارې ترمهاله دي.
د پوځي چارو شنونکی عبدالغفار ګردیزی هم وایې، سره له دې چې پاکستان د تاریخ په اوږدو کې افغانستان سره کړيو وعدو ته ژمن نه دی پاتې شوی، خو اوس د چین په څېر هېوادونو فشار ښايي دا هېواد پر خپلو ژمنو درېدو ته اړ کړي.
کابل ته د اسلام آباد له لوري د پوځي او استخباراتي چارواکو سفرونه په داسې حال کې کيږي، چې ټاکل شوې افغان ولسمشرمحمد اشرف غني په نېږدې راتلونکې کې هندوستان او ایران ته سفر وکړي.





