داعش په ننګرهار کې ۶ نوي زندانونه جوړ کړي

د ننګرهار د اچین ولسوالۍ سيمه ییز چارواکي وايي، چې د دغه ولایت په اچين ولسوالۍ کې د داعش ډلې ۶ نوي زندانونه جوړ کړي.

د اچين ولسوال غالب مجاهد سلام وطندار ته د پورته وينا د تایید ترڅنګ وايي، چې په دغو زندانونو کې شاوخوا ۳۰۰ بندیان ساتل کيږي.

نوموړی زیاتوي، چې دغه زندانونه د یادې ولسوالۍ په پېښې ،عبدالخېلو، باندر، مامند، شډل او تختو سیمو کې جوړ شوي ،چې ټول بندیان په کې ولسي وګړي دي.

د اچین په ولسوالۍ کې ځايي اوسېدونکي، چې نه غواړي نوک يې واخیستل شي  هم وايي، چې ګڼ قومي مشران د داعش ډلې له خوا نیول شوي او لا هم ورک دي.

اخوا د یو بل راپور له مخې چارواکي وایي، چې د ننګرهار د اچین ولسوالۍ په عبدالخېلو، نرګسي، جنجال شګې او پېښې په سیمو کې افغان هوايي ځواکونو د تېرې ورځې  په بمبارۍ کې له ۵۰ زیات داعش جنګالي وژل شوي.

د ختیځ کې د۳۰۱ سرحدي زون درستیزوال  سمونوال ایوب حسین خېل نن یوې خبري ناستې ته  وویل، چې تېره ورځ  د اچین غرنیو سیمو کې د داعش ډلې لسګونه غړي په نښه شوي دي.

هغه وايي، په وژل شویو کې د داعش ډلې یو مهم قوماندان هم شامل دی.

حسین همدا راز وویل، چې د اووم کنډک موظیفینو د نازیانو ولسوالۍ په "ماروو" سیمه کې د طالبانو نهه کسیز ګروپ هم په توده جګړه کې نیولی دی.

دده پر وینا، چې د نیول شویو کسانو سره یو شمېر وسلې او مهمات  هم ددوی لاس ته ورغلي .

د راپورونو له مخې ۵ میاشتې وړاندې هم د دغه ولسوالۍ په تختو سیمه کې ۳ زندانونه جوړ شوي وو، چې سلګونه کسان په کې بندیان و، خو چارواکي وايي، چې دغه شپږ نور زندانونه تازه جوړ شوي دي.

ولسوال غالب وايي، چې داچین ګڼې سیمې لاهم د داعش په ولکه کې دي او د ګډو ځواکونو له خوا په دغه ولسوالۍ کې تر سره شوي عملیات بریالي نه وو، ځکه نیول شوې سیمې ونه ساتل شوې.

له دې وړاندې داسې راپورونه خپاره شول، چې د ننګرهار په سره رود ولسوالۍ کې هم د داعش وسله وال د دوو نا معلومو چورلکو له خوا ښکته شوي دي، چې په همدې اړه تېره ورځ د ولسي جرګې لومړي نایب ظاهر قدیر هم په ولسي جرګه کې په یاد ولایت کې د داعش ډلې له نفوذه  اندېښنه وښوده.

هغه وویل، چې دی خپلو پلويانو ته امر کړی، چې که يې دا وارې داسې چورلکې وليدلې، چې د داعش جنګيالي ښکته کوي، نو سمدلاسه دې را نسکوره کړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام