داعشي وسله والو پوره لس ورځې مخکې (د لړم پر ۵مه) په غور ولایت کې د پسونو د پټولو له امله په راپورته شوي اخ و ډب کې شاوخوا ۳۰ تنه ملکي وګړي ووژل.
دا پېښه د دې لامل شوه، چې ولسمشر محمد اشرف غني د یو لوړپوړي پلاوي په ګډون دې ولایت ته سفر وکړي. ولسمشر غني په داسې حال کې د وژل شویو کسانو د کورنیو له غړیو سره په لیدنه بوخت و، چې داعشیانو ۸ تنه عام وګړي برمته کړل.
د غور د والي ویاند عبدالحي خطیبي سلام وطندار ته وايي، چې داعشي وسله وال د رحمت الله په نامه د یو شخص تر قوماندې لاندې دغه کسان د فیروزکوه له شمالي سیمې نه مرکز ته له ځان سره وړي دي.
خطیبي زیاته کړه، چې له برمته شویو ۸ تنو څه یو تن په تېښته بریالی شوی او یو تن د وهلو ـ ټکولو له امله سخت ټپي شوی دی. د خطیبي په خبره، دغو داعشي وسله والو ۵۰۰ پسونه هم غلا کړي دي.
د غور د والي ویاند وايي، چې د برمته شویو وګړیو د خلاصون له پاره هلې ځلې روانې دي.
په دې ولایت کې د ۳۰ غیرنظامي وګړیو وژلو د هېواد په کچ سخت غبرګونونه راوپارول. وژل شوي کسان په ډله ییز ډول د غور د مرکز په کاسي نومي سیمه کې د سړک په غاړه خښ شول. د قربانیانو کورنۍ ځکه ټول جسدونه د سړک پر غاړه خښ کړل، چې چارواکیو ته د دوی مظلومت ور وښيي.