داعش په عراق کې د مسیحیانو لرغونی عبادت ځای ویجاړ کړ

داعش وسله والو کسانو د عراق په موصل ښار کې د مسیحیانو پخوانی عبادت ځای ونړاوه.

د مسیحیانو دغه عبادت ځای (خانقا) ۱۴۰۰ کلونه لروغونی تاریخ درلود او دې ځای ته سنټ الیا، چې سیمه ییز نوم یې دیر المر الیا و، څو پېړۍ د مسیحي راهبانو عبادت ځای وو.

د اسوشېټېډ پریس خبري اژانس له خوا خپرو شويو انځورونو کې له ورایه ښکاري، چې دغه سیمه له خاورو سره خاورې شوې ده.

د راپورنو له مخې ښايي، چې د مسیحیانو دغه معبد داعش وسله والې ډلې د موصل ښار د نیولو په لومړیو وختونو کې ویجاړ کړی وي.

د پاول ثبیت په نوم یو مسیحي، چې د عراق ایربل ښار ته  تبعید شوی دی؛ د مسیحیانو دغه معبد نړولو په اړه وایي، چې خپله ناراحتي په کلماتو کې بیانوی نه شي.

دی وايي، چې د مسیحیانو دغه ۱۴۰۰ کلن تاریخي عبادت ځای په وحشیانه ډول ویجاړ شوی دی.

د امریکا متحده ایالاتو د کلتور وزارت سلاکار سوزان بوټ کله، چې د دغه ودانۍ د ویجاړۍ انځورونه یې ولیدل په سترګو کې اوښکې راغلې.

ده وویل، کومه دېره چې داعش وسله والې ډلې ویجاړه کړې ده؛ د یو دین د جرړو لویه برخه یې له منځه وړې ده.

د سینټ الیا دغه مذهبي دېره د نړۍ ۱۰۰ مشهور مذهبي میراثونو په لیست کې شامله وه.

دغه دېره د شپږمې میلادي پېړۍ په وروستیو کې د قدیس مسیحي په ویاړ د سنټ اسیریان الیا په نوم جوړه شوې وه.

دغه لویه مذهبي سیمه د عراقي مسیحیانو او د خلیج په جګړه کې د امریکايي ځواکونو د هوساینې ځای و.

د مسیحیانو دغه مذهبي دېره په شاوخوا ۲۷ زره فوټ مربع ځمکه کې، چې د استوګنې ۲۶ اطاقونه لري جوړه شوې ده.

د عراق مسیحیان لومړنۍ ټولنې وې، چې مسیحیت ته یې مخه کړې وه، خو له کلونو راهیسې د مذهبي تبعیض په له امله د عراق مسیحیان له ۱،۳ میلیونو څخه ۳۰۰ زرو کسانوته را کم شوي دي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام