داعش یا داسلامي دولت وسله والې ډلې په عراق کې له ۳ زرو او ۳ سوو کالو پخواني د نمرودیانو د دورې فرهنګي میراثونو په له منځه وړلو پيل کړی دی.
د عراق حکومت وايي، چې داعش ډلې په دغه هېواد کې د زرګونو کلونو پخواني اثارو په له منځه وړلو کې هیڅ ډول صرفه نه کوي.
له میلاد نه ۱۳۰۰ کاله پخوا د نمرودیانو د وخت پاتې شوې ورانې ودانۍ د عراق له پخوانیو اثارو څخه شمېرل کېږي.
د عراق د سیاحت وزارت ویلي دي، چې د سخت دریځو ډلو له خوا د اثارو د ورانولو لپاره له درنو ماشینونو لکه بلدوزر او نورو کار اخلي.
د نمرود ښار ۳۳۰۰ کاله پخوا د دجله سیند پر غاړه موصل ښار ته نېږدې جوړ شوی و.
د داعش له خوا په موصل ښار کې د اشوریه فرهنګ د له منځه وړلو یوه ویډیوهم خپره شوې ده. دغه پخوانۍ ودانۍ له میلاد نه ۷ سوه کاله پخوا جوړ شوې وه.
د معلوماتو له مخې د داعش اسلامي ډلې د تېر میلادي کال د جون په میاشت کې د عراق او شام د ځینو سیمو له نیولو وروسته خپل حکومت اعلان کړ او ابوبکر البغدادي یې دخلیفه په توګه اعلان شو ، خو د نړۍ یو هېواد هم په رسمیت ونه پېژاند.
د تېر میلادي کال په وروستیو کې امریکا او د هغه متحدینو د داعش پر خلاف عملیات پیل کړي و، خو تر اوسه یې مثبته نتیجه نه ده ورکړې.
ټيک په همدې میاشت کې له نن ځينې ۱۵ کاله وړاندې په افغانستان کې د طالبانو اسلامي امارت دخپلې واکمنۍ په وروستي کال په بامیانو کې د بودا لوړې مجسمې ونړول شوې او هغه مهال د سیمې او نړۍ هیوادونو د طالبانو ددې کار به کلکو ټکو غندنه وکړه.
او څو میاشتې وروسته بیا دامریکا په مشرۍ نړیوال ځواکونه د تروریزم پر ضد مبارزې له پاره افغانستان ته راغلل او د طالبانو واکمني یې ړنګه کړله