داعش د خپلې ځواکمنتیا له پاره د جلب او جذب لړۍ پېل کړې

د افغانستان په بادغیس ولایت کې د وسله والو مخالفينو ۵۷ بېلابېلې ډلې عملاً فعالیت کوي، چې د دغو څخه زياته برخه يې د داعش ډلې سره يوځای شوي دي.

د ياد ولایت ځايي چارواکي سلام وطندار ته د دې خبر د تایید ترڅنګ وايي، چې د داعش ويره ورځ تر بلې په دغه ولایت کې پراخېدونکې ده.

د بادغیس ولايتي شورا مشر بهاالدین قادسي زياتوي، چې حکومت باید د دغې ډلې پر ضد جدي پوځي عمليات ترسره کړي.

نوموړی وايي، د بادغیس ولایت بالامرغاب، جویند، ابکمري، مقر او قادس ولسوالۍ د دوی د مرکزونو څخه دي.

له بل لوري د سلام وطندار د پلټونو څخه دا جوته شوې، چې داعش ډلې په هلمند ولایت کې خپلو فعاليتونو ته زور ورکړی.

د راپورونو له مخې داعش پلوه وسله والو دا لړۍ دهلمند ولایت له کجکي ولسوالۍ پېل کړې او هڅه کوي هلمندي ځوانان خپلو لیکو کې وګماري.

د راپورونو پر بنسټ تر اوسه د دې ولسوالۍ په ګندم رېز سيمه کې له ۱۰۰ زيات ځوانان د داعش ډلې سره يوځای شوي دي.

د کجکي ولسوالۍ د ټولنيزې شورا مشر نېک محمد سلام وطندار ته وویل، د شاوخوا ۱۲۰ داعشي ځوانانو سره بهرني ترهګر هم شته، چې دوی ته زده کړې ورکوي.

نېک محمد زياته کړه، چې له يوې خوا طالب وسله وال د شپې لارې بندوي او له بلې خوا دوی دمخ پټو وسله والو، چې تور بېرغونه له ځان سره ګرځوي، سخت اندېښمن کړي دي.

د کجکي ولسوالۍ امنيه قوماندان فېض الله اخند زاده هم په دغه ولسوالۍ کې د داعش ډلې د فعاليتونو پېل مني؛ خو وايي دوی يې پر وړاندې د جګړې له پاره پوره چمتو دي.

که څه هم د دغې ډلې له لوري تر اوسه په دغه سیمه کې کوم بريد نه دی شوی، خو اخندزاده وايي، چې سيمه ورځ تر بلې ناامنه کيږي.

نوموړي زياته کړې، چې دوی ته د داعش ډلې په اړه بېلابېل راپورونه راغلي.

د فېض الله اخند زاده په وينا، دوی ته ځينې داسې راپورونه هم لاس ته ورغلي، چې هلته له ۲۰۰ څخه تر ۲۵۰ تنو پورې پخواني طالبان د داعش ډلې سره يوځای شوي دي.

په ورته وخت کې د ولايتي شورا مشر محمد کريم اتل هم په کجکي ولسوالۍ کې د داعش ډلې شتون مني او وايي، چې دا مهال د جلب او جذب ترڅنګ پوځي روزنې هم پرمخ بيايي.

اخوا د هلمند سرپرست والي محمد نعيم بلوچ بیا وايي، د کجکي ولسوالۍ، ګندم ريز اوځينې نورې هغه سيمې دي، چې وسله والې ډلې او د نشه يي توکو قاچاق وړونکي په کې فعاليت کوي.

د هغه په وينا په دغه سيمه کې نا امني د قاچاق وړونکو د شتون له امله ده.

تېره ورځ ولسمشر اشرف غني بدخشان کې يوې غونډې ته په خپله وينا کې وویل، چې د ملي اردو ۲۸ سرتېرو بې رحمانه وژل او د ننګرهار په جلال اباد ښار کې  ځانمرګی او په دغه ښار کې نور بمي بریدونه د داعش ډلې له خوا شوي دي.

په ۱۳۹۳ لمريز کال د سلواغې په ۲۰ راپور خپور شو، چې د طالبانو مشهور قومندان ملا عبدالروف خادم د يو هوايي برید له امله د هلمند په کجکي ولسوالۍ کې وژل شوی دی.

عبد الروف خادم، چې د طالبانو د مشهورو پخوانیو قومندانانو څخه شمېرل کېده، په ګوانتنامو زندان کې ۷ کاله بند وو.

د نوموړي په اړه داسې راپور خپور شو، چې د مولوي عبد الرحیم مسلم دوست سره يوځای له داعش ډلې سره یې بیعت اعلان کړی.

ملا عبدالروف خادم په هلمند ولایت کې دداعش ډلې له لوري د والي په توګه مقرر شوی وو.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام