داعش د «خراسان خلافت» جوړولو له پاره پاکستاني وسله وال جذبوي

په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ماموریت د ملاتړ لوی قوماندان جنرال جان نیکولسن یوې بهرنۍ رسنۍ سره په افغانستان کې د داعش د فعالیت په اړه اندېښنه ښکاره کړې ده.

نیکولسن زیاته کړې، چې د داعش ډله غواړي په افغانستان کې د خراسان په نوم خلافت جوړ کړي او د دې له پاره د نورو بهرنيو وسله والو په ګډون پاکستاني طالبانو هم ورسره لاس یو کړی دی.

د چارو ځېني څېړونکي هم تایيدوي، چې په نورو هېوادونو کې له ماتې وروسته داعش ډله په دې هڅه کې ده، چې څنګه په افغانستان کې د «خراسان» په نوم یو «خلافت» اعلان کړي.

دوی زیاتوي، چې دې ډلې د خپلو موخو ته د رسېدو له پاره په خپلو لیکو کې د پاکستاني طالبانو د جذب هڅې پیل کړې دي.

پاکستانی خبریال رحيم الله یوسفزي سلام وطندار سره په خبرو کې وویل، چې داعش ډلې لا وار له مخه په پاکستاني طالبانو کې د نفوذ کولو هڅې پیل کړې دي.

د یوسفزي په باور، داعش وسله واله ډله د «خراسان خلافت» اعلان له پاره ډېرې هلې ځلې کوي.

رحیم الله یوسفزی وايي، داعشي وسله وال د ځېنو بهرنيو استخباراتي کړيو په مرسته او د انسان‌تښتونې له لارې خپل مالي تمویل تر لاسه کوي.

خو په همدې حال کې د چارو کتونکی جاوید غفور بیا وایي، چې د داعش مفکوره د فغانانوپه منځ کې ځای نه لرې، خو د دوی تر شا ولاړې بهرنۍ کړۍ هڅه کوي، چې داعش په افغانستان کې پراخ نفوذي کړي.

په ورته وخت کې د چارو یو بل تحلیلګر محمد یونس فکور هم په دې باور دی، چې د پاکستاني استخباراتو په ګډون د سیمې د یو شمېر هېوادونو داسې هڅې روانې کړي، چې داعش په افغانستان کې د خراسان د خلافت د رامنځ ته کولو له پاره لارې چارې جوړې کړي.

دی د پاکستاني استخباراتو دې کار ته هم د یوې لوبې په سترګه ګوري، چې د یوې وسله والې ډلې له کمزوري کېدلو سره بله ډله راومنځته کړي.

خو د ملې دفاع وزارت مرستیال ویاند محمد رادمنش وایي، چې ملي اردو او ټول امنیتي ځواکونه دا ځواک لري، چې د هرې ترهګرې ډلې ناوړه پلانونه په افغانستان کې شنډ کړي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې د ننګرهار ولایت له اچین نه وروسته په پچیراګام ولسوالۍ کې هم داعشيانو د ځایي اوسېدونکیو کورونه سوځولي او لسګونو کسانو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام