داعشیان ښوونځی ورانوي چې سنګر جوړ کړي

داعشیانو نږدې وختونو کې د جوزجان ولایت په درزاب ولسوالۍ کې ۵ ښوونځي ویجاړ کړي او د هغو ټول وسایل یې له ځان سره وړي دي.

د درزاب ولسوالۍ امنیه قوماندان تورن اسماعیل له سلام وطندار سره په خبرو کې وویل، په‌دې پېښه کې د درزاب مرکزي لېسه او ۴ ښوونځي په قزل‌غوچ او مغل‌القاني کې ویجاړ کړي او بیا یې چور کړي‌دي.

د ښاغلي اسماعیل په وینا، داعشیان ښوونځي ویجاړوي او له اوسپنیزو وسایلو یې ځانته ځمک‌تلي سنګرونه جوړوي.

د جوزجان د پوهنې رییس عبدالحی یشین هم وايي، په‌دې ولایت کې د داعشیانو له زیاتېدو سره د ډېرو ښوونځیو دروازې تړل شوې‌دي.

په ورته وخت کې ځايي اوسېدونکي د حکومت له‌دې بې‌پامۍ نه په سرټکولو سره وايي، کله چې حکومت د پوهنې بهیر له نابودۍ ونه ژغورلی شي؛ هغوی ته نورې هیلې نه ورپاتې کېږي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام