د ننګرهار سیمه‌ییز چارواکي وايي، چې داعشیانو بېګا پچیراګام ولسوالۍ کې له ولسي پاڅونوالو او وسله‌والو طالبانو سره تر جګړې وروسته په‌دې ولسوالۍ کې توره‌بوړه مهمه او ستراتېژیکه سیمه ونیوله.

پچیراګام کې یوې امنیتي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط سلام وطندار ته وویل، تېره شپه داعشیانو له ولسي پاڅونوالو او وسله‌والو طالبانو سره له اوږدې جګړې وروسته ځانونه تورې‌بوړې ته ورسول.

سرچینه زیاتوي، داعش ډلې د جګړې په ترڅ کې وسله‌وال طالبان له سیمې تېښتې ته مجبور کړي، چې دواړو خواو ته په‌کې ګڼ وسله‌وال وژل شوي‌دي.دې سرچینې دا هم وايي، چې د تورې‌بوړې تر نیولو وروسته داعش ډلې د پچیراګام ولسوالۍ مقام پر خوا تحرکات پیل کړي او اوس له حکومتي ځواکونو سره جګړه کوي.

وایي، په‌دې ولسوالۍ کې له داعش سره د جګړې د مهارولو له‌پاره ځايي چارواکیو له ولایتي او مرکزي حکومته د مرستې غوښتنه کړې وه؛ خو پر وخت جدي ګام نه‌دی پورته شوی.

پچیراګام کې د سیمه‌ییزو پولیسو یو ډلمشر شریف‌الله سلام وطندار ته ویلي، د تورې‌بوړې له سیمې زرګونه کورنۍ کډه شوي او اوس هم له یادې سیمې ډلې ـ ډلې خلک چې د تللو توان لري؛ ځانونه خوندي سیمو ته اوباسي.

په ورته وخت کې د پچیراګام ولسوالۍ ځینو اوسېدونکو د نوم نه خپرولو په شرط د ټیلیفون پرلیکه سلام وطندار ته وویل، له یادې ولسوالۍ زرګونه کورنۍ د خپلو مېنو پرېښودو ته اړ شوي دي.

دوی وايي، چې د ګري خېلو او سلیمان خېلو تنګي خلکو کډې وکړلې او دغه راز د اګام، مورګۍ، زمرخېل او صبرونو کې هم حالت خراب دی او له دغو سیمو خلک د کډو کولو په حال کې  دي.

بل خوا د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي سلام وطندار ته وویل: "د ولسمشر په حکم نن بېړني عملیات پیلیږي. دا عملیات نن پلان شول، تر هغې به دوام کوي، چې د چپرهار او پچیراګام ولسوالۍ په بشپړ ډول له داعش پاکې شي."

خوږیاڼي وايي، چې د پچیراګام بې ځایه شویو سره د مرستې په پار یو پلاوی هم ګومارل شوی دی.  

توره‌بوړه  پچیراګام کې ډیورنډ فرضي کرښې ته نږدې هغه ستراټیژیکه سیمه ده، چې د کورنیو جنګونو پر مهال په‌کې لویې سمڅې او پټنځایونه جوړ شوي او د طالبانو د واکمنۍ په وروستیو ورځو کې په‌کې د القاعدې ډلې مشر «اسامه بن‌لادن» هم پټ شوی و.

اندېښنې دا دي، که چېرې داعش وسله‌واله ډله دغه سیمه په بشپړه ډول تر خپلې ولکې لاندې راولي؛ نو حکومت ته به بیا له دې سیمې د یادې ډلې ایستل ستونزمن وي.

ځینې وکیلان: که حکومت د داعش نابودولو اقدام ونه کړي؛ لنډمهاله اداره به جوړ کړو

د ولسي جرګې یو شمېر غړو د دې جرګې د چهار شنبې ورځې عمومي غونډې ته وویل، چې د ننګرهار په پچیراګام ولسوالۍ کې داعش خپل فعالیت پراخ کړی، جلب او جذب کوي او ولسي خلک وژني؛ خو حکومت تراوسه جدي اقدام نه دی کړی.

په ولسي جرګه کې د ننګرهار او نورو ختیځو ولایتونو استازو خبرداری ورکړ، که حکومت د داعشیانو پرضد اقدام ونه کړي، دوی به د ننګرهار او نورو ختیځو ولایتونو اوسېدونکو د ځان او مال خوندي کولو له‌پاره پرلنډ مهاله اداره کار وکړي.

حاجي ظاهر قدیر وویل، د ننګرهار د ولسوالیو اوسېدونکي د داعش له بریدونو پوزې ته راغلي او ټینګار وکړ، هېچا ته د خلکو په وینو او رایو د لوبو اجازه ورنه کړي. 

قدیر زیاته کړه، داسې لاسوندونه لري، چې ځینې کړۍ په ننګرهار کې د داعش ملاتړ کوي او حکومت باید خلکو ته په دې اړه ځواب ورکړي.

د ولسي جرګې غړې نظیفې ذکي د داعش ډلې فعالیت په اړه د اندېښنې وښودله او ویې ویل، که حکومت په ننګرهار کې د داعش ځپلو ته جدي پام ونه کړي، دا ډله به نورو ولایتونو له هغې جملې کابل ته پښې را اوږدې کړي.

خو د ولسمشر مرستیال ویاند دواخان مینه‌پال وایي، چې د ننګرهار په ولسوالیو کې د داعش پرضد عملیات پیل شوي دي.

دی وايي، په ننګرهار کې د داعش په مرکزونو سخت ګوزارونه شوي او داعش ته د سر درانه زیانونه اوښتي دي.

ولسي جرګې په عمومي غونډه کې د کورني امنیت او دفاعي کمیسیون ته دنده ورکړه، چې د ننګرهار امنیتي وضعیت څېړنې په موخه پلاوی وټاکي او له څېړنو وروسته په دې اړه له حکومت سره خبرې وکړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام