په عراق کې داسلامي دولت ډلې یوه تازه ویډیو خپره کړې چې په کې ښودل کيږي د یو جاپاني خبریال سر له تنې پرې کيږي.
دغه ویډيوي انځورونو کې ښکاره کيږي، چې داسلامي دولت وسله وال د جاپاني ازاد خبریال ګینجي ګوټو سر له تنې غوڅوي.
دجاپان هیواد ددې ویډيو ریښتینوالی منلی او زیاته کړې یې ده چې هیواد به یې “د ترهګرو غوښتنې ته سر ټيټ نه کړي”
ګوټو ازاد خبریال او پيژندل شوی مستند جوړونکی و، هغه د ۲۰۱۴ کال اکتوبر میاشت کې د یو بل جاپاني خبریال هارونا یوکاوا د خلاصون لړ کې سوریې ته تللی و، چې بیا د اسلامي دولت وسله والو له خوا برمته شو.
ددغه ویډيو له خپرېدو وروسته جاپاني حکومت دکابینې بیړنۍ ناسته وکړه او د پېښې په تړاو یې خپل غبرګون په ډاګه کړ.
جاپاني لومړي وزیر شینزو ابي له بېړنۍ ناستې وروسته خبریالانو سره خبرو کې وویل"نړیوالو ملګرو سره یوځای به د ګینجي د وژونکو پېداکولو لټه وکړي”
داسلامي دولت ډلې په دغه ویډيو کې جاپاني حکومت ته ګواښ کړی، چې دا پېښه دهغوي له پاره د یو ویرونکي پېغام په توګه وړاندې کوي.
په همدې حال کې دامریکا متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما دیوې بیانیې په خپرولو سره په کلکو ټکو ددغې پېښې غنده کړې.
دامریکا دملي امنیت دشورا ویاند برنادت میهن داسلامي دولت له وسله والو د برمته شويو وګړو دخوشې کولو غوښتنه کړې ده.
بل خوا بریتانيوي لومړي وزیر ډيوید کېمرون دپېښې په تړاو د داعش پر وړاندې خپله غوسه څرګنده کړې او د اسلامي دولت ډله یې په کلکو ټکو غندلې ده.
د نړیوالو رسنيو د راپورنو له مخې تېره اونۍ د شنبې په ورځ یو جاپاني چارواکي خبر ورکړی و چې دجاپاني خبریال ګینجي ګوتو پر سر د اسلامي دولت سره مذاکرات یې کړکيچ ته رسېدلي دي.
داسلامي دولت وسله والو د ګینجي ګوتو په بدل کې د ساجده الریشاوي په نوم دیوې میرمنې د ور سپارلو غوښتنه کوله چې په اردون کې د ۲۰۰۵ کال دپېښې په تور مجرمه ګڼل شوې وه؛ چې په هغې پېښه کې ۶۰ وګړي وژل شوي و.
راپورونه وايي مېرمن الریشاوي د القاعده ډلې سره اړېکې لرلې.
د اسلامي دولت ډلې لومړی د دوه جاپاني برمته وګړو پر سر د ۲۰۰ میليونه ډالرو غوښتنه کړې وه .