خپل‌سرو وسله‌والو او ځېنو وکیلانو تخار ناامنه کړی

د تخار ولایت بنګي ولسوالۍ سلګونو اوسېدونکیو د نامسوولو وسله‌والو پر وړاندې اعتراض کړی دی.

دوی وايي، دغه نامسووله وسله‌وال پر خلکو ظلم زیاتی کوي او د ملي شورا دوو غړیو عبدالواحد فقیرزاده او قدرت‌الله ذکي له‌خوا یې ملاتړ کېږي.

د اعتراض کوونکیو په وینا، بنګي ولسوالۍ کې د نامسوولو وسله‌والو ترمنځ نښتې؛ ښوونځیو ته د ماشومانو د ورتګ مخنیوی کړی دی.

شکایت کوي، د تخار سیمه‌ییزه اداره له نامسوولو ټوپکوالو ځنې د وسلو را ټولولو توان نه لري.

د تخار د والي ویاند سنت تیمور هم مني چې د نامسوولو وسله‌والو بې‌وسلې کول د دوی له توانه پورته کار دی.

هغه زیاتوي، د پارلمان یو له وکیلانو د بنګي ولسوالۍ په ناامنیو کې لاس لري، خو نوم یې اخلي.

ورته وخت کې په ولسي جرګه کې د تخار د خلکو استازی قدرت الله ذکي د اعتراض کوونکیو د ادعاوو په رد وايي، له نامسوولو وسله‌والو ملاتړ نه کوي او د بنګي ولسوالۍ د اوسېدونکیو ستونزو هواري له‌پاره تخار ته تللی دی.

له هڅو سره سره مو ونشو کولی په شورا کې د تخار د خلکو استازي د عبدالواحد فقیرزاده نظر ترلاسه کړو.

له دې ټولو سربېره، د بنګي ولسوالۍ اعتراض کوونکي خبرداری ورکوي که حکومت یې امنیت ټینګ نه کړي د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو ټاکنو کې ګډون نه کوي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام