يو پخواني افغان ډيپلومات احمد شایق قسیم ویلي، که چيرې پاکستان ژر د ولسمشر غني هڅې ونه ستايي، نو پر ده به د خپلو خلکو له خوا نيوکې زياتې شي.
دغه پخواني افغان ډيپلومات ډان ورځپاڼې ته په یوه مقاله کې ليکلي، چې افغان ولسمشر اشرف غني، پاکستان سره د اړيکو ټېنګولو په برخه کې بې مثله ګامونه اخیستي او اسلام اباد باید د کابل د ګامونو قدرداني وکړي.
په دې وروستيو کې د ولسمشر اشرف غني له لوري، د ترهګرۍ پر وړاندې د پاکستان کړنو ستایل د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو نویو هيلو د غوړېدا لامل شوي او د ارتباطاتو دغه نوي بنسټ ته د نړېوالو رسنيو په سر ليکونو کې ځای ورکړل شوی دی.
دهمدې اړیکو زیاتېدو ته په اشارې دغه افغان ډيپلومات زیاته کړې ، چې اشرف غني واک ته له رسېدو پنځه میاشتې وروسته د هېواد ټولې ستونزې او لومړيتوبونه په ګوته کړي.
د دغو ستونزو او لومړيتوبونو څخه يې یو هم د پاکستان د بې تاثيره ملکي دولت پرځای د دغه هېواد د پياوړي نظاميانو سره نېغ په نېغه د اړيکو ټينګول دي.
سرچینه وايي، چې د ولسمشر غني د دغو زړورو پريکړو پر شا د اجرايوي مشرعبدالله عبدالله خاموش ملاتړ هم مل دی.
دغه پخوانی ډيپلوماټ زياتوي، چې له پاکستان سره له منځګړي پرته نيغ په نيغه خبرې څرګندوي، کابل اوس دا درک کړې، چې د سعودي عربستان، ترکيه يا بریټانيا منځګړيتوب په اصل کې د افغانستان پر ځای اسلام اباد ته په ګټه تماميږي.
په همدې حال کې د پخواني ولسمشر حامد کرزي حقوقي سلاکار او د کابل پوهنتون استاد نصر الله ستانکزي سلام وطندار سره په خبرو کې وویل، چې دی دسولې په پروسه کې دپاکستان همکارۍ ته ډير خوشبین نه دی.
ستانکزی زیاتوي، چې پاکستان د افغانستان له پاره یوه ټاکلې پالیسي لري، چې دهغې له مخې تګ کوي.
د پوهنتون دغه استاد په دې نظر دی، چې پاکستان افغانستان سره له امینتي مسایلو پرته نورې ډيرې ستونزې لري او هغوی به حاضر نه شي، چې خپلې ګټې د افغانستان له سره قربان کړي.
نصرالله ستانکزي د پاکستان وروستۍ منډې ترړې د نړیوالو فشارونو نتیجه وبلله او زیاته یې کړه، افغان ولسمشر ددې پر ځای چې په یواځې سر له پاکستان سره دسولې مسایل شریک کړي، مناسبه ده چې د پاکستان پر وړاندې یوه قوي نړیواله ډله جوړه کړي او دهغوی د فشار په نتیجه کې دغه هیواد، په افغانستان کې سوله یقیني کړي.
دپخواني افغان ډيپلومات احمد شایق قسیم او نصر الله ستانکزي له څرګندونو داسې بريښي، چې د ولسمشر اشرف غني د پاکستان په اړه پالیسي، په کور دننه مخالفتونه هم لري.
شایق قسیم د حامد کرزي، د ملي امنیت دپخواني رییس امرالله صالح او استاد عبدالرب رسول سیاف نومونه ددې ډلې په سر کې یاد کړي دي.
خو نن د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي په کابل کې یوې غونډې ته وویل، چې دې طالبانو سره د سولې په تړاو خبرو ملاتړ کوي؛ خو هیله یې وښوده چې اوسنۍ هڅې باید نتیجه ورکړي.
خو شایق قسیم زیاته کړې، چې که پاکستان دافغان حکومت ورستيو اقداماتو ته مثبت ځواب ور نه کړي؛ نو نه یواځې دا چې پر اشرف غني به فشارونه زیات او له نیوکو سره مخ شي؛ بلکې افغانستان سره دهمکارۍ په برخه کې پر پاکستان دافغانانو باور له منځه ځي اوبیا به یې څوک، ملګرتیا ته زړه ښه نه کړي.
نصر الله ستانکزی هم ورته نظر لري، چې د پاکستان د نه ریښتيني مرستې په صورت کې به، د نوي حکومت بهرنی سیاست لومړی ګوزار وخوري او دا به دنوي حکومت له پاره نه جبرانېدونکی تاوان وي.





