خوست کې ۲۰۰ دوکانونه د اور په لمبو کې وسوځېدل

د خوست ولایتي اداره وايي، د خوست ښار په ختیځه څنډه کې د لرګیو په هټیو کې د اور لمبې پورته شوې دي او شاوخوا ۲۰۰ هټي د اور په لمبو کې وسوځېدل.

د والي ویاند محمد مبارز ځدراڼ سلام وطندار ته وویل، چې دغه اور لګېدنه تېره شپه د (مې په ۲۸مه) ناوخته د لرګیو په یوه منډيي کې رامنځته شوې ده.

نوموړی وايي، چې لا تر دې مهاله د اور لګېدنې لامل معلوم نه دی، خو په دې اړه اړوندو مسولینو خپلې پلټنې پیل کړي دي.

په دغه پېښه کې چاته ځاني زیان نه دی اوښتې، خو د دوکاندارانو په خبره، په هر دوکان کې کم تر کمه د ۱۰ لکو افغانیو په اندازه د پلور لرګي اېښودل شوي وو.

یو شمېر هټیوالو پر ولایتي چاراکو تور پورې کړ، چې په وخت سره یې د اور وژنې وسایل د پېښې ځای ته نه دي رسېدلي او د اور په مهارولو کې پاتې راغلي دي.

په دغو هټیو کې د ودانیو د جوړونې لرګي پلورل کېدل.

له دې مخکې هم په ۲۰۱۲ زېږدیز کال کې د خوست ښار په سویل ختیځه سیمه کې د لرګیو په یوه ټال کې د اورلګېدلو له امله شاوخوا ۳۵۰ هټي د اور خوراک شوي وو.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام