د خوست فوټبال غوره لیګ سیالۍ نن یکشنبه ( داپرېل ۲۶مه) پیل شوې، چې په کې د دې ولایت ۱۲ فوټبال لوبډلې برخه لري، چې په لومړۍ لوبه کې د خوست کلوپ لوبډلې متون بابا لوبډلې ته ماتې ورکړه.
د افغانستان فوټبال فدراسیون لخوا خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د خوست کلوپ لوبډلې د یوی په زړه پورې او ۹۰دقیقې لوبې وروسته په یوه یو اړخیزه لوبه کې د خپل تکړه لوبغاړي رحمت الله د هیټریک درې ګولونو او ګلبهار د یوه ګول په مټ ۴-0 متون بابا لوبډلې ته ماتې ورکړه.
د افغانستان فوټبال فدراسیون لخوا خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، چې په دې سیالیو کې د لسو لومړۍ درجه لوبډلو په کتار کې د خوست ددویمې لیکې دوه پیاوړې لوبډلې هم برخه لري.
خبرپاڼه لیکي چې سیالۍ به په لیګ بڼه ترسره کېږي چې ورته ګډون کوونکي لوبډلې په درې بیلا بیلو ګروپونو ویشل شوي دي.
د هیواد د فوټبال فدراسیون د معلوماتو له مخې چې په دې سیالیو کې به په لومړي ګروپ کې کلوپ، متون بابا ، امره او غرغښت، په دویم ګروپ کې به مجاهد، ګربز، همت او هوایي ډګر، په دریم ګروپ کې به کاروان ، بریال، دویم کلوپ او شاهین لوبډلې ولوبیږي.
چارواکي وایي، د خوست فوټبال غوره لیګ سیالۍ به د څوو اونیو لپاره ددی ولایت په مرکزي ملي لوبغالي کې روانې وي.
دیادونې وړ ده، چې اوسمهال د تیرکال اتلولي د مجاهد لوبډلې سره ده، چې په دی سیالیو کې به په دویم ګروپ کې د خپلو سیالانو په وړاندې لومړی په لیګ او بیا په حذفي پړاو لوبو کې له خپلی اتلولۍ څخه دفاع کوي.