خلیل‌زاد: افغانستان لپاره د سولې خبرې یو بې‌ساری فرصت دی

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد پر ټوېټر ليکلي چې نه یوازې افغان خواوې مخامخ خپلو کې خبرې کوي،‌ بلکې د خبرو له لارې د یوه سیاسي جوړجاړي او افغانستان کې د سولې لپاره پراخ نړیوال ملاتړ شته.

خلیلزاد وايي، اړتیا ده چې رامنځته شوي فرصت نه ګټه واخیستل شي ځکه چې په خبره يې افغانستان لپاره د سولې خبرې یو بېساری فرصت دی.

د زلمي خلیلزاد دغه څرګندونې داسې مهال دي چې قطر کې د بین‌الافغاني خبرو له پرانیستونکې ناستې یوه اوونۍ وروسته لا هم د طالبانو او افغان دولت ترمنځ د خبرو پر کړنلاره او کاري اصولو بحثونه دوام لري.

د سولې په چارو کې د دولت وزارت وايي، د دواړو لوريو د تماس ډلې په منظم ډول ناستې لري او هڅه کېږي چې هرڅه ژر یو ګډ دریځ رامنځته شي.

د اوربند مسله هم د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د بحث یوه مهمه موضوع ده.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام