د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد چې د اوزبکستان له چارواکو سره یې لیدلي او په تاشکند کې یې د «C5+1» په ویډیويي غونډه کې چې د ترکمنستان، قزاقستان، تاجکستان او قرغزستان د بهرنیو چارو وزیرانو پهکې ګډون کړی و، پر سولې خبرې کړې دي.
خلیلزاد نن پر خپلې ټویټرپاڼې لیکلي چې په یاده غونډه کې د افغان سولې په برخه کې د وروستیو پرمختګونو، د منځنۍ اسیا د رول او د سیمهییز اتصال، سوداګرۍ او پراختیا په برخه کې له سولې نه ګټه اخیستل د یادې ناستې د بحث موضوعات وو.
نوموړي زیاته کړې، په یاده غونډه کې یې ویلي چې په افغانستان او منځنۍ اسیا کې ثبات او پرمختګ مهم دي او له افغانستان سره د دغو هېوادونو مرسته د سیمې او امریکا په ګټه ده.
خلیلزاد درې ورځې وړاندې قطر، پاکستان او اوزبکستان ته خپل تازه سفر پیل کړ.
د یادونې ده چې نوموړي پرون له غرمې وروسته د ویډیويي کنفرانس له لارې له ولسمشر محمداشرف غني او د ملي مصالحې شورا له رییس عبدالله عبدالله سره هم خبرې اترې وکړې.
د ملي مصالحې شورا له لوري په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې چې پرون خپره شوه، لیکل شوي چې په یاده ویډیويي ناسته کې دواړو لوریو د سولې په برخه کې پر وروستیو بدلونونو او پرمختګونو او دغه راز د بینالافغاني خبرو اترو پر پیل خبرې کړې دي.
د خبرپاڼې له مخې، په یاده ناسته کې د تاوتریخوالي پر کمولو، د بندیانو د تبادلې پروسې پر بشپړولو، د بینالافغاني خبرو اترو پر پیل او د سولې د ملاتړ په اړه د سیمې هېوادونو پر ملاتړ بحث شوی او دواړو لوریو د تاوتریخوالي پر کمولو، د سولې مخامخ خبرو مېز ته پر تللو او د افغانانو په مشري او مالکیت د سولې پر هوکړهلیک ټینګار کړی دی.