د کابل شپږمې امنیتي حوزې اړوند د تېرې ورځې خونړۍ پېښه داسې مهال رامنځته شوه چې د مسوولانو او د ځايي شورا د غړیو په خبره، دوی له پېښې مخکې د جدي امنیتي تدابیرو غوښتنه کړې وه.
د خاتم الانبیا ښارګوتي د ځايي شورا رییس غلام سخي موفق سلاموطندار ته وویل، ولسي وګړیو د پېژندپاڼو وېش مرکز د امنیت لا ټینګښت او په دې اړه د مسوولانو د جدي پاملرنې لهپاره بېلابېلې غوندې جوړې کړې، خو د امنیتي مسوولانو په دې غونډو کې ګډون ونه کړ او په سبا یې ځانمرګي بریدګر له اطلاعاتي ضعف ځنې ګټنه وکړه.
د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش سلاموطندار ته وویل، د ځايي خلکو له غونډې خبر نه لري، خو د پېژندپاڼو وېش او د رایه ورکوونکیو نوملیکنې ټول مرکزونه تر امنیت پوښښ لاندې دي.
په داسې حال کې چې د سیمې ځېنې اوسېدونکي وايي، د امنیت لهپاره ګومارل شویو سرتېرو د مرکز د مامورینو پرځای پېژندپاڼې وېشلې او په دې توګه د امنیت ټینګښت موضوع په اړه بې غوري شوې، خو ښاغلی دانش د پولیس سرتېرو لهخوا د پېژندپاڼو وېش خبره ردوي.
د پېښې د سیمې استوګن او د ځايي شورا غړي وايي، تر هغو چې د پېژندپاڼو وېش مرکز له امنیته ډاډه نه شي؛ د بېرته پرانیستو اجازه نه ورکوي او دغهراز وايي، دا مرکز دې بل ځای ته ولېږدول شي.