د کورنیو چارو وزارت سرپرست ویاند نصرت رحیمي نن په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل چې امنیتي ځواکونه د هېواد ټولو هغو سیمو امنیت نیولی چې د نوي کال نمانځنې مراسم پهکې جوړېږي.
ده زیاته کړه، پهدې اړه امنیتي ځواکونه بشپړ چمتووالی لري؛ خو په وینا یې، وطنوال هم باید له امنیتي ځواکونو سره مرسته وکړي.
د ښاغلي رحیمي په خبره، د راتلونکي کال لهپاره د دوښمن خلاف د ملي دفاع وزارت په مشرۍ د خالد په نوم د ګډو تعرضي عملیاتو پلان چمتو شوی چې امنیتي، دفاعي او هوایي ځواکونه به یې د هېواد په هره سیمه کې د دوښمنانو لهمنځه وړلو په موخه پلې کړي.
ښاغلي رحیمي دا هم وویل چې په ۱۳۹۷ کال کې د تعرضي عملیاتو پایله مثبته وه او په ۱۳۹۸کال کې به پراختیا ورکړل شي.
د کورنیو چارو وزارت سرپرست ویاند نصرت رحیمي وایي، په ۱۳۹۷کال کې په افغانستان کې د داعش مرکزونه په بشپړه توګه لهمنځه تللی او یوازې په ننګرهار، جوزجان او فاریاب کې لږ شمېر پاتې دي چې هغه به هم وځپل شي.
ښاغلی رحیمي همدارنګه وايي چې په ۱۳۹۷ کال کې ۶زره او ۲۷۰ ګډ او مستقل عملیات شويدي چې په پایله کې یې د طالبانو ۶۵۰ تنه تش په نامه والیان، ولسوالان، قوماندانان او نور مهم چارواکي وژل شويدي.
د ښاغلي رحیمي د معلوماتو لهمخې، د هېواد په کچه په ۱۳۹۷ کال کې ۱۵زره ۶۷۴ جنایې پېښې کشف شوېدي چې په تړاو یې ۲۲زره ۲۰۰ تنه تورن کسان نیول شويدي. دا شمېره د هېواد په کچه د ۱۳۹۶ کال په پرتله ۲۵ سلنه کموالی ښیي.
ورته مطالب:
پوځي عملیات؛ د طالبانو پوځي مرکز، زندان او د وسلو زېرمتون ویجاړېدل