حکومت د کندوز هوايي برید قربانیانو له کورنیو بښنه وغوښته

ولسمشر محمد اشرف غني نن په ارګ کې د کندوز ولایت په دشت ارچي کې د وروستي هوايي برید له امله د ولسي‌وګړیو د قربانیانو له کورنیو بښنه وغوښته او د کندوز له یوشمېر مشرانو، دیني عالمانو او د قربانیانو د کورنیو له غړیو سره یې غم‌شریکي وکړه.

راغلو مشرانو، دیني عالمانو او د قربانیانو کورنیو وویل دوی د سولې پلوي دي او تل یې پر ولسي‌وګړیو، سپېڅلو ځایونو او پر ټولګټو ځایو بریدونه غندلي دي. 

ولسمشر وویل، امنیتي ځواکونو ته یې هدایت ورکړی چې د جګړې پرمهال د ولسي خلکو ژوند ته پام وکړي او د دغه ډول پېښو مخنیوي وکړي.

اشرف غني په دې لیدنه کې زیاته کړه: «د افغانستان حکومت او په ځانګړي ډول ملي دفاع وزارت د دغې پېښې له امله د ولسي‌وکړیو د قربانیانو له کورنیو بښنه غواړي، ځکه د فتنه ګرو او قانوني حکومت توپیر دا دی چې قانوني حکومت د ملت په حق کې د شویو تېروتنو له امله بښنه غواړي.»

ولسمشر ټینګار وکړ حکومت به پر یادې مدرسې سربېره د شهیدانو په نوم څلی او د سیمې دردېدلو خلکو ته جامع جومات جوړ کړي.

ورته وخت کې یوناما ۹ ورځې مخکې د کندوز دشت ارچي ولسوالۍ هوايي برید قربانیانو په اړه خپور کړي راپور کې ویلي و، په دغه برید کې کې ۱۰۷ ملکیانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې (۳۶ مړه او ۷۱ ټپیان) چې ۸۱ یې ماشومان وو.

ملي دفاع وزارت د ۲۰۱۸ کال د اپریل په ۲ نېټه د کندوز دشت ارچي ولسوالۍ دفتاني پر اخندزاد مدرسې د پګړې تړلو په مراسمو چې د طالبانو مهم مشران ورغلي وو برید وکړ.

هغه وخت حکومت رسنیو ته ویلي و، دغې غونډې ته د افغانستان له بېلابېلو ولایتونو او پاکستانه د طالبانو لوړپوړي مشران ورته راټول شوي وو.

دغه راز طالبانو د الخندق عملیاتو پيل اعلان پرمهال ویلي و چې د دې عملیاتو پیل یو لامل په کندوز دشت ارچي کې د حکومت هوايي برید دی.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام