حکومت دې د غندلو پرځای د پېښو مخنیوی وکړي

یوشمیر مدني فعالانو، د ملاتړ شبکې او د ټولنیز عدالت مدني غورځنګ د یکشنبې په ورځ کابل کې د خبري غونډې پر مهال د شاهین قول اردو د پیښې قربانیانو ته د عدالت غوښتنه وکړه. 

تېره جمعه غرمه مهال په بلخ ولایت کې پر ۲۰۹ شاهین قول اردو ډله‌ییز ځان مرګه برید وشو، چې د ولسمشر ځاي ناستي ویاند شاه‌حسین مرتضوي پر وینا، د دغه برید له امله  ۱۳۵ کسان ووژل او شاوخوا ۶۰ نور ټپیان شول.

دغه مدني فعالان وایي، چې په حکومت کې د ترهګرو ډلو پلویانو حضور، په امنیتي او دفاغي ادارو کې د ناکاره کسانو ګومارل، د حکومت مشرانو ترمنځ اختلاف  او دې ته ورته نور لاملونه داسې خونړیو پیښو ته زمینه برابروي.

دوی وایي، چې د پیښو غندل هیڅ ګټه نه کوي.  

دوه مدني فعالان سمیع دره‌یي او سید ناصر موسوي وايي، چې حکومت باید د افغانستان دوښمنان په روښانه توګه تعریف کړي او نور چاړه هډوکې ته رسېدلې او خلک د دا شان پېښو زغم نه‌لري.

دغه مدني فعالان د حکومت له مشرانو غواړي، چې د امنیتي او دفاعي ادارو مسولین تر پښتنو لاندې ونیسي او په دې ادارو کې د  سمون له پاره جدي ګامونه واخلي.

مدني فعالان له حکومته غواړي چې د رښتیا موندنې کمیسونونو په نوم دې خلکو ته دروغ نه وایي او د شاهین قول اردو او د سردارمحمد داوودخان روغتون د کمیسیونونو د څېړنو پایلې دې له خلکو سره په ښکاره شریکې کړي او د داسې پیښو مخنیوي له‌پاره جدي ګامونه واخلي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام