د غزني د ولسونو جرګې په نوم د مدني بنسټ سرلارو نن په کابل کې یو خبري غونډې ته وویل چې د دې ولایت له ۱۸ ولسوالیو په ۱۴ پښتونمیشتو هغو کې له نږدې څه باندې یو لسیزې راهیسې جګړه روانه ده او ځېنې ولسوالۍ یې لا د وسلهوالو طالبانو په لاس کې دي.
د یاد بنسټ یو سرلاري ډاکتر طاهر خبري غونډې ته د غزني ولایت د جاغوري ولسوالۍ جګړه په سیاسي ډول په لوی لاس پېښه شوې هغه وبلله.
د زیاته کړه، د مهمو جنګسالارانو ژغورنې او لا وسلهوال کولو لهپاره ټوله ملياردو او ټول حکومت په خوځښت راغی؛ خو په پښتونمېشتو ولسوالیو کې له کالونو راهیسې جګړه روانه ده؛ خو څوک یې د غږ اورېدلو لهپاره نهشته.
د ادعا وکړه چې په تېر یو کال کې د ټول غزني له ۷۲ ټولګټو پروژو یوازې ۳ هغه پښتونمېشتو ولسوالیو ته ورکړې شوي او پاتې ۶۹ په ۳ ولسوالیو کې د قومي، ژبنې او او نژادي توپير پر اساس پلې شوېدي.
د غزني د ولسونو جرګی بل غړي محمدرفیق عزت وویل، داسې ګنګسي دي چې د ځېنو سیاسيډلو او قومي ټیکهدارانو په غوښتنه او فشار جاغوري ولسوالۍ ولایت ته لوړه شي چی په وینا یې، دا د غزني ولس ته د منلو نهدي.
دی وایي د جاغوري په پرتله مقر د ولایت کېدو ډېر ظرفیت لري.
د غزني د ولسونو جرګي خپرې کړې خبرپاڼې په یوې برخې کي راغلي چې د ولسوالیو د پرلهپسې سقوط مخه دې ونیول شي او په غزني کې دې د کار وړ چارواکي په دندو وګومال شي.