«حکومت او طالبان دې اوربند وکړي؛ ګنې د سولې خبرې ګټه نه‌لري»

د پکتيا لسګونه ديني عالمانو او اوسېدونکیو له وسله‌والو طالبانو او افغان‌حکومته د اوربند غوښتنه وکړه او ویې ویل، بې له اوربنده د سولې خبرې بې‌پايلې دي.

دیني علمان وايي، د تېرې ۴۰ کلنې جګړې ډېری قربانيان ملکي‌وګړي دي او د جګړې خواوې باید د ملکیانو د خونديتوب په پار نوره جګړه بس کړيي.

د ديني عالمانو شورا ریيس قاري خواجه‌الدين او مولوي محمدشاه فضلي وويل چې روانه شخړه يوازې د مذاکرې په‌واسطه حلېدلی شي.‎

دوی د شپنيو او ګډو ځواکونو په عملياتو کې د ملکي‌وګړیو پر مرګ‌ژوبلې هم اندېښنه څرګنده کړه او پر نظامي ارګانونو هم غږ وشو چې په عملياتو کې د ملکي‌وګړیو ژوند ته پام وشي.

د هېواد په ډېرو ولايتونو کې د سولې په اړه داسې مهال د عامو وګړیو او ديني عالمانو غونډې جوړېږي چې په نږدې راتلونکې کې د قطر په هېواد کې طالب مشران د سياسي ګوندونو استازي او نور مخور مخامخ خبرې کېدونکې دي.

له‌دې سره په خوا کې د مصالحې عالي شورا جوړه شوې چې د قطر غونډې له‌پاره تلونکی پلاوی وټاکي.

د پکتیا د دیني عالمانو او قومي مشرانو له لوري دا غږ داسې مهال پورته کېږي چې لا هم د هېواد په ډېرو ځایونو کې د وسله‌والو طالبانو او افغان امنیتي ځواکونو ترمنځ نښتې روانې دي.

ورته مطالب:

«افغان حکومت او طالبان دې اوربند وکړي»

د ښځو ملي اجماع؛ د جګړې دواړه لوري دې اوربند وکړي

لاریونوال: بین‌الافغاني سوله او اوربند غواړو

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام