هر کال په ټوله نړۍ کې د (می ۳مه) د مطبوعاتو ورځې په نوم نمانځل کېږي، چې ارګ هم نن د ا ورځ د ولسمشر غني، د کابینې غړیو، د حکومت ویاندویانو او رسنیو په ګډون، د رسینو په ستایلو سره ونمانځله.
افغان حکومت د مطبوعاتو ورځې په ویاړ د سلام وطندار راډیو په ګډون ۱۲ نورې رسنۍ هم د غوره خبر ورکولو له پاره پر دولتي مډالونو وستایلې.
له دې ډلې افغان ولسمشر محمد اشرف غني د سلام وطندار راډیو، د اریانا نیوز، طلوع نیوز، شمشاد او یک تلویزیونونو، د پژواک خبري اژانش او د ۸ صبح ورځپاڼې خبریالانو ته عالي دولتي مډالونه ورکړل.
دغه راز، ولسمشر د خورشید، اینه تلویزیونو، د اطلاعات روز، ماندګار او ویسا ورځپاڼو خبریالانو ته ستاینلیکونه ورکړل.
په دې اړه د ولسمشر فرمان د هغه سلاکار اسدالله غضنفر ولوست.
په فرمان کې راغلي، چې "سلام وطندار راډیو خبریاله وحیده فیضي، د اریانا نیوز خبریاله فرحناز فروتن، له طلوع ټلوېزیونه ولي آرین، د شمشاد ټلوېزیون خبریاله شکیلا شېرزاد، د ۸ صبح ورځپاڼې نه ظفر شاه رویي او د یک ټلوېزیون څخه هم بشیر احمد قاساني."
غونډې ته ولسمشر غني وویل، چې د وینا ازادي او اطلاع رسونې لاسته راوړنې تراوسه ماتېدونکې دي.
ولسمشر غني زیاته کړه، د خبریالانو امنیتي او اقتصادي ستونزو حل په موخه یې د رسینو له استازیو سره خبرې کړي او له وړاندیزونو وروسته به د خبریالانو ستونزو حل له پاره یوه کړنلاره جوړه کړي.