د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت چارواکي وایي، چې وسله والو طالبانو له افغان حکومت سره د خبرو اترو میز ته له حاضرېدو انکار کړی او دوی په دې لټه کې دي، چې دغه ډله خبرو اترو ته بېرته لېواله کړي.
د بهرنيو چارو وزارت سیاسي مرستیال حکمت خلیل کرزي وویل، چې طالبانو د سولې د خبرو اترو په څلور اړخیزو ناستو کې د ګډون غوښتنې رد کړې دي.
نوموړي زیاته کړه، دوی اوس هڅه کوي، داسې نورې زمينې برابرې کړي، چې دغه ډله خبرو اترو ته حاضره شي.
نوموړي په هغه سیمه ییزه ناسته کې، چې د سولې د ستراتيژۍ په اړه جوړه شوې وه زیاته کړه، د څلور اړخیزې ناستې پایله د کاغذ پرمخ وه او باید ګډون کوونکي هېوادونه پر خپلو کړو ژمنو ودريږي.
د بهرنيو چارو وزارت د سیاسي مرستیال له څرګندونو داسې ښکاري، چې پاکستان په خپلو ژمنو ولاړ نه دی او د نړېوالو په ځانګړي توګه امریکا او چين هېوادونو له زیاتو فشارونو سره سره اوس هم نه غواړي، چې د افغان سولې له پروسې سره صادقانه مرسته وکړي.
د څلور اړخیزې ناستې په څلورو ناستو کې، چې په افغانستان او پاکستان کې ترسره شوې، اسلام اباد ژمنه وکړه، چې وسله وال طالبان به د سولې خبرو اترو ته حاضر کړي.
یاده دې وي، چې په دغه ناسته کې افغانستان، پاکستان، چین او د امریکا متحده ایالاتو استازي ګډون کړي و.
په څلور اړخیزه ناسته کې پاکستان ژمنه کړې وه، چې د مارچ میاشتې په لومړیو کې به وسله وال طالبان د خبرو اترو میز ته حاضر کړي، خو اوس د مارچ میاشت په ختمېدو ده او دا دی د دوی د نه ګډون خبر ورکړل شو.
له بل لوري د سیاسي چارو کارپوه محمد ادریس رحماني وايي، چې افغانستان په دغو ناستو کې د خپلو سرو کروښو نه دی تېر شوی.
رحماني، چې د سولې د خبرو اترو په څو ناستو کې ګډون کړی زیاته کړه، چې پاکستان هم د خبرو اترو د پېل په بدل کې مشخصې غوښتنې لري، چې د افغانستان حکومت له پاره د قبول وړ نه دي.
د رحماني پر خبره، پاکستان غواړي د افغانستان خارجي سیاست په برخه کې لاسوهنه وکړي او د افغانستان په مرزي ولایتونو کې نفوذ ولري.
دا په داسې حال کې ده، چې د ملي امنیت سرپرست مشر وايي، چې وسله وال طالبانو د البدر له مجاهدینو، لشکر طیبه او جیش محمد له ډلې سره لاس یو کړی او غواړي پر افغانستان خپل بريدونه زیات کړي.
د افغانستان د ملي امنیت سرپرست مشر، چې د ملي شورا غړو له خوا استجواب شوی و د دغو ډلو د ایتلاف څخه خبر ورکړ، چې دوی د خپلو سیاسي او نظامي اهدافو د تر لاسه کولو په موخه غواړي پر افغان حکومت فشارونه زیات کړي.