حکمتیار: اېتلافي حکومتونه د افغانستان تجزیې لامل ګرځي

وروسته له هغه چې د عطا محمد نور لېرې کولو په اړه د ارګ او جمعیت ترمنځ اختلاف رامنځته شو او د دغه ګوند مشرتابه له حکومته د خپلې ونډې غوښتنه وکړه؛ د حزب اسلامي مشر وویل، اېتلافي حکومت او د قومونو ترمنځ د واک وېش د هېواد د تجزیې سبب ګرځي.

ښاغلي حکمتیار نن په کابل کې خبري غونډې ته وینا کوله، ويې ویل، چې اېتلافي حکومتونه په هېڅ ځای کې بریالي نه وو.

د حزب اسلامي مشر د یو غیراېتلافي حکومت په جوړولو ټینګار کوي او وايي چې ولسمشر باید د رڼو او له درغلیو پاکو ټاکنو پر بنسټ وټاکل شي.

ښاغلي حکمتیار د عطا محمد لېرې کولو په اړه وروستیو لانجو ته په اشارې سره وویل، چې ورته شان اختلافونه د حکومت کمزورۍ سبب کېږي او دوی د یو پیاوړي حکومت غوښتونکي دي.

حکمتیار د دغو اختلافونو پر حل ټینګار او زیاته یې کړه، ورته شان اختلافونه په هېواد کې د جګړې دوام سبب ګرځي چې ګټه يې یوازې د افغانستان دوښمنانو ته رسیږي.

د دغو اختلافونو هوارولو په موخه د ارګ او جمعیت اسلامي ترمنځ لومړنۍ خبرې دوه ورځې مخکې په کابل کې پیل شوې، چې د ارګ په استازیتوب محمد حنیف اتمر، معصوم ستانکزي او سلام رحیمي او دغه راز د جمعیت په استازيتوب صلاح‌الدین رباني، محی‌الدین مهدي، ستار مراد او واقف حکیمي په کې ګډون کړی و.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام