حلیم فدايي: لوګر کې د نجونو نیمايي ښوونځي تړل شوي دي

د لوګر والي محمد حلیم فدايي وايي، چې د وروستیو ناامنیو له امله د دغه ولایت په مرکز پل علم، بره کي برک، خوښۍ او څرخ ولسوالیو کې د نجونو ۲۵ ښوونځي او درې مدرسې تړل شوي دي.

فدايي سلام وطندار سره د مرکې پر مهال وویل، د لوګر د پوهنې مسولینو ورته د نجونو ښوونځیو تړل کېدو په اړه ویلي دي، چې وسله والو طالبانو خبرداری ورکړی، که د نجونو پر مخ د ښوونې او روزنې دروازې و نه تړل شي ښوونځي به وسوزوي.

فدایي د مرکې پر مهال زیات کړه، چې په دې اړه یې د لوګر ولایتي اداره، ولایتي شورا، عالمانو شورا او مدني ټولنې په ګډه سره کار کوي او د نجونو تړل شوي ښوونځي به بېرته پرانیزي.

والي وویل، چې ښوونځیو ته د وسله والو طالبانو له ګواښ سر بېره په ځېنو سیمو کې د ناوړه دودونو له مخې ځېنې کورنۍ خپلې لوڼې له اووم ټولګي پورته زده کړو ته نه پرېږدي.

د دغه ولایت د ښځو چارو ریاست هم مني، چې په بره کي برک، خوښۍ او څرخ ولسوالیو کې د نجونو لسګونه ښوونځي تړل شوي دي.

د ښځو چارو رییسې شیما زرګر سلام وطندار ته وویل،  له بېلا بېلو سیمو څخه لسګونه ښځنیه ښوونکو ورته شکایت کړي، چې وسله والو طالبانو د پرله پسې ګواښونو له امله ښوونځي تړلي شول دي.

هغې زیاته کړه، چې په دې اړه د لوګر ولایتي اداره خبره ده او د خلاصون هڅې هم پيل شوي دي.

د ورستیو راپورنو  له مخې په مرکز پل علم کې تېره میاشت هم وسله والو د غلام نبي سمسور او حاجې ګلون په نوم د نجونو دوه ښوونځي سوزولي وو.

د لوګر امنیې قوماندان مل پاسوال محمد داود احمدي سلام وطندارته وویل، د دغه ولایت ټولو امنیه قوماندانانو ته یې امر کړی، چې په ټولو کلیو او بانډو کې د نجونو د ښوونځيو په پرانیستلو کې هڅې وکړي او د نجونو ښوونځيو او ښځینه ښوونکو او زده کوونکو امنیت خوندي کړي.

احمدي زیاته کړه، چې اوسمهال د لوګر په ناامنه سیمو کې پراخ عملیات روان دي او ژر به په دغه ولایت کې د نجونو تړل شوي ښوونځي به پرانېستل شي.

افغان ولسمشر محمداشرف غني لوګر ولایت ته د تېرې اونۍ سفر په ترڅ کې د دغه ولایت ښځینه وو ته ډاډ ورکړ، چې د زده کړو  او کار زمینه به ورته برابره کړي او د دوی ټولې ستونزې به حل کړي.

لوګر کې له تېرو ۱۴ کالونو راهیسې په ازرې او خروار ولسوالیو کې د نجونو ښوونځي نه دي پرانېستل شوي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام