حقیقت مودنې کمېسيون: فرخنده په بشپړه توګه بې ګناه وه

د حقيقت موندنې کمېسيون غړو د يوې خبري ناستې په ترڅ کې وویل، چې د دوی څو ورځنیو څيړنو او تحقيقاتو څخه وروسته دا جوته شوه، چې د قهرېدلو خلکو له لوري د فرخندې وژنه هيڅ اساس نه درلود او دغه نجلۍ په بشپړه توګه بېګناه وژل شوې.

د دغه کمېسيون مشر محي الدين بلوچ زياته کړه، چې د فرخندې په قضیه کې باید د افغانستان ټول د دین عالمان، د مدني ټولنو غړي او عام خلک په علني توګه په يو غږ سره دغه قتل په شديدو ټکو وغندي.

بلوچ دا هم وویل، چې فرخنده شاوخوا ۲۵ دقيقې د خلکو له لوري وهل ټکول شوې ده.

د دغه کمېسيون غړې فوزيه کوفي زياته کړه، چې عدلي او قضايي ارګانونه باید دغه موضوع په جدي ډول وڅېړي او د خپلو فیصلو په باب خلکو ته پوره وضاحت ورکړي.

دا وايي په دغه قضيه کې عدلي او قضايي ارګانونه هيڅ ځنډ نه شي کولای، ځکه ټول عام ولس د دغې قضيې نظاره ګر دي.

همدارنګه د راپورونو له مخې د افغانستان د امنيت شورا هم پريکړه کړې، چې د شاه دوشمشېره واټ باید د فرخندې په نوم و نومول شي؛ هغه څه چې له دې وړاندې د مدني ټولنو له لوري پر دغه واټ د نوموړې له وژلو وروسته د لاريون په پایله کې وشوه.

د جمهور رییس دویم مرستیال سرور دانش تېره ورځ د کابينې د پاتې وزيرانو د پېژندنې پر مهال ولسي جرګې ته وویل، چې افغان حکومتي چارواکي د فرخندې د وژنې د پېښې له امله شرمسار او شرمنده ده.

نوموړي تېره چهارشنبه (۲۰۱۵ م زيږديز کال د اپريل ۱) د ولسي جرګې غړو ته د فرخندې وژنه نه بښونکی عمل یاد کړ او زیاته یې کړه، چې دولت به په راتلونکي کې داسې پېښو ته د تکرار اجازه ور نه کړي.

۲۷کلنه فرخنده د تېرکال د کب میاشتې په ۲۸مه نېټه د قهرېدلو خلکو له خوا د قرانکریم سوځولو په تور د وهلو او ټکولو په پاېله کې ووژل شوه او مړي ته يې اور ورته شو.

د پېښې له ځایه ثبت شوي وېډیو ګانې ښيي، چې پولیس د پېښې په ځای کې موجود دي او د دې جنایت ننداره کوي.

د امنیتي ځواکونو دغه ډول کړنې د خلکو جدي غبرګونونه راوپارول.

وروسته له دې پېښې د کورنیو چارو وزارت اعلان وکړ، چې د فرخندې د وژنې په تړاو ۱۹ امنیتي کسان ونیول شول.

د جمهورییس دویم مریستیال وايي، ټولو هغو امنیتي چارواکو سره به، چې د فرخندې د وژنې په پېښه کې یې بې پروايي کړې قانون چلند وکړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام