د هلمند ولایت له کجکي ولسوالۍ څخه را رسېدلي راپورونه وايي، چې په ياده ولسوالۍ کې د ناامنيو له کبله د خوراکي توکو بيې څو چنده لوړې شوې دي.
د دې ولسوالۍ اوسیدونکی او د ولایتي شورا وکیل ملاعبدالمجید اخندزاده وایي، چې له تېرو څو ورځو راهیسې په کې سخته جګړه روانه ده.
نوموړی وایي، چې په یاده ولسوالۍ کې د خوراکي توکو بیې لس چنده لوړې شوې او خلک د روغتیایي خدماتو سربیره نورو ولسوالیو ته هم تګ راتګ نه شي کولی.
د سلام وطندار معلومات ښيي، چې همدا اوس په کجکي ولسوالۍ کې د يوې بوجۍ اوړه بيه ۶۰۰۰ افغانيو ته ختلې په داسې حال کې، چې په کابل کې د يوې بوجۍ اوړه بيه ۱۳۰۰ افغانۍ ده.
یو کيلو کچالو په کجکي کې ۱۲۰ افغانۍ، خو په کابل کې بیا يواځې په ۲۰ افغانۍ ده.
د دغې سيمې اوسېدونکي وايي، چې همداسې د هرو توکو بيه خورا لوړه شوې ده.
همدارنګه ملا عبدالمجيد اخندزاده وايي، چې په سیمه کې امنیتي ستونزې ډیرې شوې او وسله وال طالبان هره ورځ پریادې ولسوالۍ بریدونه کوي.
ملاعبدالمجید اخندزاده وایي، دولت دې ولسوالۍ ته هیڅ پاملرنه نه کوي په داسې حال کې، چې په دغه ولسوالۍ کې د اوبو او برېښنا بند د شتون له امله باید تر ټولو اړين وبلل شي.
ددې ولسوالۍ اوسیدونکي وایي، که چیرې دولت ورته خوراکي توکي ورسوي، نو دوی به ترمرګه له کجکي ولسوالۍ نه دفاع وکړي.
د کجکي اوسیدونکی حاجي حیات الله وايي، چی دولت تراوسه د دوی غوښتني نه دي منلي او نه یې هم دیدوي ستونزې حل کړي.
هغه وایي که چیرې د دوی سره پرکړیو ژمنو وفا وشي ښایي یاده ولسوالي بیرته د پخوا په شان امن شي.
نوموړي پردولت غږ وکړ، چې دغه ولسوالۍ دې له محاصرې خلاصه کړي.
خو دهلمند د والي ویاند عمرځواک هم د دوی خبرې مني. هغه وایي، تېره اونۍ دهلمند والي یادې ولسوالۍ ته سفر کړی و ترڅو د خلکو ستونزې له نږدې وګوري.
دده په خبره، په سیمه کې به ډیر ژرامنیتي حالت کابو شي او د کجکي ولسوالۍ لويه لاره به هم د ترافیکو پرمخ خلاصه شي.
کجکي ولسوالۍ د افغانستان هلمند ولایت شمال لور ته پرته ده.
په دغه ولسوالۍ کې د لومړي ځل له پاره داعش خپل بېرغ په زراعتي ځمکو کې پورته کړه.
اوسمهال د کجکي ولسوالۍ لویه لاره بنده ده او د تېرو لسو ورځو راهيسې افغان امنيتي ځواکونو ته د هوا له لارې اکمالات کيږي.