د هلمند ولایت د ټولګټو ریاست چارواکي وايي، چې په دغه ولایت کې روانو نښتو لویو لاریو او سړکونو ته په میلیونونو ډالرو زیان اړولی دی.
د دغه ریاست رییس اهل الله عبیدي سلام وطندار سره په مرکه کې وویل، چې په دې وروستيو کې وسله والو طالبانو د دوی تر واک لاندې سيمو کې لسګونه واړه پلونه په بمونو الوځولي دي او پاخه شوي سړکونه یې د ټراکټورونو په وسيله خراب کړي دي.
عبیدي وايي، چې وسله والو طالبانو نه يواځې د باباجي او مارجې ولسوالیو د پخو سړکونو ځېنې واړه پلونه په بمونو الوځولي دي، بلکې له لښکرګاه څخه سنګين او کجکي ولسوالیو ته غځېدلي سړکونو ډېرې برخې یې د ماینونو او نور وسایلو په وسیله ویجاړې کړي دي.
نوموړی وايي، چې په اساسي او معياري ډول د يو کيلومټر سړک جوړېدل يو میليون امريکايي ډالر لګښت لري، چې د جګړې له کبله هلمند کې پخو سړکونو او لويو لارو ته په میليونونو امريکايي ډالرو زيان رسېدلی دی او بېر ته جوړول یې میلیونونو امریکايي ډالرو ته اړتیا لري.
ورته وخت کې د هلمند ولایت د ولسوالیو موټر چلوونکي وايي، چې په لویو لارو کې په ځمکه کې د ښخ شویو ماینونو څخه وېره لري.
دوی وايي، چې د وسله والو له خوا دغه ښخ شوي ماینونه یو شمېر الوځول شوي دي او ځېنې نور یې لاهم په ځمکه کې په واټونو او سړکونو کې ښخ دي.
دغه موټر چلوونکي شکایت کوي، چې د سړکونو خرابوالي له سختو ستونزو سره مخ کړي دي او د مزل لارې یې اوږدې شوي دي.
په دا سې حال کې د سیمه ییزو بنسټونو چارواکي په هلمند کې د نښتو له امله د سړکونو، پلونو او واټونو د ویجاړولو خبره کوي، چې په موسی کلا، سنګین، نوزاد، باباجي، مارجې ولسوالیو او ځېنې نورو سیمو کې د افغان امنیتي ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ نښتې روانې دي.