جګړو د نجراب ولسوالۍ ۳۰۵ کورنۍ بې‌ځایه کړې‌دي

د کاپیسا د طبعي پېښو پرمهال د چمتووالي ادارې رییس محمدامین حیدري سلام‌وطندار ته وايي، د نجراب ولسوالۍ افغانیه دره کې د ګډو امنیتي ځواکونو عملیاتو له پیل راهیسې تراوسه د دې سیمې له ۱۴ کلیو نه ۳۰۵ کورنۍ بې‌ځایه شوې‌دي.

د ښاغلي حیدري په وینا، سره له‌دې چې دغو بې‌ځایه شویو د خپلوانو کورونو ته پناه وړې او ښه وضعیت کې ژوند کوي؛ خو د هغوی د څېړنو په پای ته رسېدلو سره به دغو کورنیو سره اړینې مرستې وشي.

د کاپیسا له تګاب ولسوالۍ وروسته، افغانیه دره سیمه د طالبانو له مهمو او ستراتیژیکو ساحو څخه شمېرل کېده چې د کاپیسا د امنیتي مسوولانو په وینا، امنیتي ځواکونه تېرو لسو کلونو کې دغې درې ته نه‌دي تللي.

د  ۲۰۱ سېلاب قول‌اردو د درېیمې لوا قوماندان عبدالقادر روستايي وايي، دغو عملیاتو کې ۴۳ طالبان وژل شوي چې نږدې ۱۰ یې په‌کې مهم قومندانان دي. دغه راز ۷ نور یې ټپي دي او پنځه یې ژوندي نیول شوي‌دي.

د هغه په وینا، افغانیه دره کې تراوسه پورې ۲۷ کلي د طالبانو له موجودیته پاک شوي‌دي.

د افغانیه درې یو شمېر اوسېدونکي چې څو کاله یې د طالبانو تر حاکمیت لاندې تېر کړي وايي چې ځېنې کسان به یې بې‌ له کوم ثبوته له دولت سره په همکارۍ د سیاسي اشخاصو په شان تري تم کړل.

د سیمې اوسېدونکي د طالبانو له لوري له بې‌ځایه عُشر او ذکات ټولولو نه هم تنګ وو.

په تېره یوه میاشت کې د کاپیسا ناامنو سیمو کې د  ۲۰۱ سېلاب قول‌اردو له لوري د پوځي عملیاتو په لاره اچولو، د امنیت تامینولو او د طالبانو د څوو کلونو مرکزونو له‌منځه وړلو په برخه کې د سیمې اوسېدونکیو هیلې زیاتې کړې‌دي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام