
د عامې روغتیا وزارت وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې پر کورونا د ۶۷۸ شکمنو اخته کسانو نمونې کتلي چې له ډلې یې د ۳۱۹ هغو پایلې مثبتې ختلې دي.
دغه وزارت وايي چې د یادو شمېرو په ثبت سره په هېواد کې پر کورونا د اخته کسانو شمېر ۳۱ زره ۸۳۶ ته ورسېده.
وزارت زیاتوي چې په تېره یوه شپه او ورځ کې پر کورونا ۲۸ اخته کسان مړه شوي او ۱۵۲۰ نور بېرته روغ شوي دي.
د روغتیا وزارت د شمېرو له مخې، تر اوسه ټولټال ۷۷۴ کسان د کورونا له کبله مړه شوي او ۱۵ زره ۶۵۱ نور بېرته روغ شوي دي.
تر اوسه په نړۍ کې له لس میلیونه او ۴۱۲ زرو نه ډېر کسان پر کورونا ویروس اخته شوي چې له ډلې یې له ۵۱۳ زرو نه ډېر هغه مړه شوي او له ۵ میلیونه او ۶۶۸ زرو نه ډېر یې بېرته روغ شوي دي.





