جوزجان کې پر کورونا یوه اخته ډاکټر مړ شوی

د جوزجان په دولتي روغتون کې ځینو ډاکټرانو سلام‌وطندار ته ویلي چې د دغه روغتون د جراحي برخې متخصص داوود پویا عزیز بېګاه ماښام پر کورونا د اخته کېدو له امله ومړ.

د دوی په وینا، دغه ډاکټر ۲۰ ورځې وړاندې د کورونا د تشخیص معاینه کړې وه، خو پایله یې منفي ښودل شوې وه.

ډاکټر پویا په جوزجان کې د کورونا ناروغۍ لومړنی قرباني دی. ویل کېږي چې د دغه ډاکټر له مرګ وروسته، د دغه روغتون بېړنۍ څانګه کورنټین شوې ده.

د جوزجان د عامې روغتیا ریاست مسوولان په دې اړه څه نه وايي.

د پویا په ګډون تر اوسه په هېواد کې ۴ ډاکټران پر کورونا ویروس د اخته کېدو له کبله مړه شوي دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام