د جوزجان قوشتېپې ولسوالي کې د سیمهییزو پولیسو قومندان شېرعلي وايي چې د ازبکستان د اسلامي حرکت مشر طاهر یولداش زوی او یو پاکستانی جنرال شیخ ندیم په درزاب او قوشتېپې ولسوالیو کې خپل فعالیتونه پیل کړي دي.
د نوموړي په وینا، د طاهر یولداش یو زوی له داعش ډلې سره یوځای شو او بل یې هم له طالبانو سره دی چې اوسمهال له فاریاب، سرپل او بلخ ولایتونو نه د خپلو کسانو په راټولولو او جلبوجذب بوخت دی.
په همدې حال کې د جوزجان یو مدني فعال ګلبدین ظاهري هم پهدغه ولایت کې د بهرنیو جنګیالیو موجودیت مني، خو خبرداری ورکوي، که حکومت په قوشتېپې او درزاب ولسوالیو کې پوځي عملیات و نهکړي، د ناامنۍ لمن به د جوزجان مرکز ته هم راورسېږي.
بلخوا د جوزجان قوشتېپې ولسوالي کې یوې باوري سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط هم مني چې د طاهر یولداش زوی له پاکستاني جنرال شیخ ندیم سره یوځای د قوش تېپې او درزاب ولسوالیو د پولو په اوږدو کې فعالیتونه پیل کړي دي.
خو د طالبانو ویاند ذبېحالله مجاهد د طالبانو په لیکو کې د بهرنیو جنګیالیو موجودیت نه مني.
طاهر یولداش د ازبکستان د اسلامي حرکت مشر و چې په ۱۳۸۸ ل کال کې د امریکايي بېپېلوټه الوتکو له لوري په وزیرستان کې ووژل شو. نوموړي له القاعدې ډلې سره ژورې اړیکې لرلې.