جوزجان کې د سویا اوړو فابریکې فعالیت پیل کړ

په جوزجان کې د سویا اوړو د تولید او پروسس لومړنۍ فابریکې کار پیل کړ. د دغې فابریکې مسووله نیلا‌صادق اوغلو وايي، په دې فابریکې کې یې ۱۵۰ زره امریکايي ډالره پانګونه کړې چې موخه یې د دغه ولایت بې‌وزلو ښځو ته کاري بوختیاوو پیدا کول دي.

نوموړې وايي، یاده فابریکه په ۲۴ ساعتونو کې د یو ټن سویا اوړو او په کال کې د ۳۶۵ ټنه اوړو د تولید او پروسس ظرفیت لري چې اوس‌مهال په‌کې شاوخوا ۲۰ ښځې کار کوي.

په همدې حال کې د جوزجان د کرنې او مالدارۍ رییس محمدعالم عالمي د دغې فابریکې جوړول د بزګرانو هڅونې او د خوارځواکۍ کچې ټیټولو له‌پاره ګټور وبلل.

بلخوا یوشمېر ښځې چې د جګړو له کبله بې‌ځایه شوي او په‌دې فابریکې کې کار کوي وايي، مخکې یې اقتصادي وضعیت ښه نه و او تمه لري چې تر دې وروسته یې په ژوند کې بدلون راشي.

د دغو ښځو له ډلې تاج‌بر او حاجي ماه سلام‌وطندار ته وویل، اولادونه ور له غاړې دي او تر دې مخکې یې په نورو ځایونو کې کار کوو، خو هیله لري چې د دغې فابریکې په جوړولو سره به یې ژوند ښه شي.

د سویا اوړه ۴۰ سلنه پروټین او ۱۲ سلنه غوړي چې ۷۲ ډوله خوراکي توکي ترې جوړېږي او پنیر، شیدې او غوړي یې مهم تولیدات دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام