د جوزجان ځېنې اوسېدونکي وايي حکومت دغه ولایت کې شاوخوا ۱۰۰ تنو پر نشو روږدو کسانو لهپاره یوه سیمه ځانګړې کړې چې په ازاده توګه نشهيي توکي په کې پېر او پلورل کېږي.
د دې ولایت په درزاب ولسوالۍ کې د یو سرای خاوند د نوم نه خپرولو په شرط سلاموطندار ته وايي، حکومت د درزاب په بندر سیمه کې د روږدو کسانو لهپاره سیمه ټاکلې چې نه یوازې یې نشهیان هلته راټول کړي؛ بلکې د نشهيي توکیو ازاد پلور په کې روان دی.
د جوزجان ځېنې اوسېدونکي پر سیمهییزو مسوولانو نیوکې سره وايي د دې پرځای چې حکومت دغه شمېر روږدو کسانو ته د درملنې زمینه برابره کړي د نشهيي توکیو پېر او پلور يې پر دې ځای کې ازاده پرېښی دی.
دغهراز پر نشو یوشمېر روږدي کسان وايي، په دې ځای کې د اوسېدو لهپاره د سرای خاوند او حکومتي عسکرو ته چې دلته راځي؛ نشهیان پیسې ورکوي.
عبدالمتین چې پر نشو روږدی دی سلاموطندار ته وویل که دغه روږدي د خپلو نشو لګښت لهپاره په سوال پیسې ونه ګټي؛ په هر بل کار لاس پورې کوي.
هغه وايي: «اول زه یم که راته ونهرسېږي لسګونه کورونه خرابوم.»
د جوزجان د امنیې قوماندانۍ د امنیت امر عبدالحفیظ خاشي دغه ولایت کې روږدو کسانو ته د ځای او نشهيي توکیو برابرولو مسله ردوي او وايي ډېرژر به د روږدو کسانو ټولو بهیر پیل کړي.
ځېنۍ کورنۍ چې دغه سرای ته نږدې ژوند کوي وايي دولت روږدو کسانو ته زمینه برابره کړې او هره ورځ په دې سیمه کې نشهيي توکي په ازاد ډول پېر او پلورل کېږي.