جوزجانۍ مېرمنې د جنسي ځورونو وېرې کورناستې کړي

یوشمېر جوزجانۍ مېرمنې په دولتي ادارو کې له اداري فساد او د مېرمنو له ځورونو شکایت کوي. دغه مېرمنې وايي، دولتي ادارو کې د ګومارنې پرمهال بډې او یا هم نامشروع غوښتنې ترې کېږي.

د ورته شان پېښو قربانيو یوشمېر جوزجانۍ مېرمنې وايي چې د پخوا په پرتله په دولتي ادارو کې له ښځو سره تاوتریخوالی، اداري فساد او د ښځو جنسي ځورول زیاتې شوي دي.

د فوزیې او شریفې په نومونو دوو جوزجانيو مېرمنو سلام‌وطندار ته وویل، دغه حالت ورته هېڅ د زغم وړ نه دی او زیاتوي، چارواکي د مېرمنو پر وړاندې داسې ذهنیت لري، چې له مېرمنو ناوړه ګټنه وشي؛ دا ډېره دردونکې ده او له سخت روهي فشار یې مخ کړي دي.

دوی له دې کبله ځینو ادارو ته شکایت هم کړی او وايي، په محلي ادارو کې د مېرمنو په مقابل کې هېڅ کوم مثبت بدلون لا نه دی رامنځته شوی.

د همدغو مېرمنو له ډې ځینې وايي، د جوزجان ولایت په دولتي ادارو کې له مېرمنو د نامشروع غوښتنو له‌کبله یې دندې پرېښې او په کور ناستی یې غوره ګڼلی دی.
په شمال لوېدیځ زون کې د بشري حقونو سازمان مسووله مغفرت صمیمي په سیمه‌ییزو ادارو کې فساد او د ښځینه‌وو جنسي زورونې په اړه د اندېښنې په ښودلو وایي ځینې زورواکي او د ملي شورا غړي د دولتي څانګو کارکوونکیو ګومارنې په بهیر کې لاسوهنه کوي.  

د جوزجان والي مولوي لطف‌الله له وتلو جوزجانيو مېرمنو سره د سلامشورې غونډه کې وویل د کره سندونو پر بنسټ به د اداري فساد او د ښځینه‌وو جنسي زورونې عاملین څارنوالۍ ته ور وپېژني.

په جوزجان کې د ښځو حقونو فعالانو په وینا، په دولتي ادارو کې د ښځینه‌وو جنسي زورونې به د ښځو پر سیاسي او ټولنیز ګډون ناوړه اغیزې ولري.دوی وایي په دې سره به کورنۍ خپلو ښځینه‌وو ته په دولتي بنسټونو کې د کار اجازه ور نه کړي. 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام