جوزجاني اعتراض کوونکي: که وغواړو حکومت پرځولی شو

د جوزجان ولایت زرګونو اعتراض کوونکو ولسمشر غني په ځان غوښتنې تورن کړ او ویې ویل، محمد اشرف غني دې له دوستم سره په کړو ژمنو عمل وکړي؛ کنه "وسله به واخلي او پروړاندې به یې ودریږي."

اعتراض کوونکي د شبرغان ښار په بخدي پارک سیمه کې راټول شوي وو او خبرداری یې ورکړی، که غني خپلې ځان غوښتنې ته دوام ورکړي د شمال ولایتونو له زرګونو خلکو غبرګون سره به مخ شی.

د ولسمشر د لومړي مرستیال د دفتر رییس ډاکټر عنایت الله بابر فرهمند په دې غونډه کې وویل، اعتراض یې سوله ییز دی، که چېرې اشرف غني ورته مثبت ځواب ورنه کړي؛ دا به په ټولنیز حرکت بدل شي او هغه وخت به ټول مسوولیت د غني په غاړه وي.

اعتراض کوونکي وايي، حکومت د لومړي مرستیال صلاحیتونه سلب کړي او کړو وعدو ته ژمن نه دی.

په جوزجان ولایت د جنبش ګوند د ځوانانو برخې رییس قدرت الله وطن وویل، "حکومت موږ جوړ کړی دی، که وغواړو پرځولی یې شو".

وطن وايي، حکومت باید فساد او قومپالنه له منځه ويسي او د ټولو سلیقوي چلندونو مخنیوی دې وکړي.

په دې اعتراضیه غونډه کې د جوزجان ولایتي شورا رییس مولوی عبدالحي حیات وویل، اوس د انحصار غوښتنې او افراطیت وخت تېر شوی دی او حکومت باید له دغه ډول چلند تېر شي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام