د ولسمشرۍ په خبر پاڼه کې راغلي، چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني، د بښنې د نړېوال سازمان د سکرتر جنرال سلیل شیټي په مشرۍ د دغه سازمان له یو پلاوي سره وکتل.
په دغې کتنه کې، چې پرون مازیګر د (۲۰۱۵ م زيږديز/اپریل په ۶مه) په ارګ وشوه؛ دواړو لورو په افغانستان کې د بشري حقونو او په ځانګړې توګه د ښځو د حقوقو او د هغوی د فعالینو د حالت د څرنګوالي په اړه په هر اړخیز ډول خبرې اترې وکړې.
دغه سازمان په نړېواله کچه د بشري حقونو د خوندیتوب او وضعیت د څارنې په برخه کې فعالیت کوي او وخت پر وخت د تاوتریخوالو په اړه خپلې ارزونې اعلانوي.
په اعلامیه کې راغلي، چې د بښنې د نړېوال سازمان سکرتر د دغه سازمان له خوا په افغانستان کې د بشري حقونو او په ځانګړي ډول د ښځو د حالت د څرنګوالي په هکله د چمتو شوي راپور په اړه ولسمشر غني ته معلومات ورکړل.
د اعلاميې د معلوماتو له مخې، افغان ولسمشر د بښنې د نړېوال سازمان د پلاوي ته وویل، چې د افغانستان دولت بشري حقونو او په تېره بیا د ښځو حقوقو ته پوره درناوی کوي.
ولسمشر غني وویل، چې د افغانستان د اساسي قانون دویم فصل د بشري حقونو او د ښځو د حقوقو پرخوندیتوب ټینګار کوي، له همدې امله دولت تعهد لري، چې د افغانستان د خلکو د بشري حقونو ساتندوی وي.