جاپان د افغانستان له ټاکنو سره څه باندې ۱۳ میلیونه ډالر مرسته وکړه

د جاپان سفیر میت‌سوجي سوزوکا نن په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل چې بریالۍ ټاکنې یوازې د دولتي بنسټونو لکه د ټاکنو خپلواک کمېسیون یا د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون ښو کارکړنو پورې نه محدودېږي.

د ښاغلي سوزوکا په وینا، د بریالیو ټاکنو له‌پاره باید ولس، مشران او سیاسي ګوندونه هر اړخیزه همکاري وکړي.

د جاپان سفیر زیاته کړه، هېواد یې د هغو ټاکنو ملاتړی دی چې ولس ته ښه او بریالۍ پایله ورکړي.

خبري غونډې ته دا فغانستان له‌پاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي تادامچي یاماماتو وویل، د جاپان مرسته ښیي چې نړۍواله ټولنه پر خپلو ژمنو ولاړه او عمل پرې کوي.

د ښاغلي یاماماتو په خبره، له ټاکنیزو بنسټونو سره د ظرفیتونو لوړولو په موخه جاپان څه د پاسه ۱۳.۱ میلیونه ډالرو مرسته کوي چې دا مرسته به د UNDP له لوري په سمه توګه ولګول شي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرامونو د مرکزي دفتر مرستیال او ځای‌ناستي ناپلیون ناوارو وویل چې دوی په افغانستان کې د رڼو، عادلانه او له درغلیو پاکو ټاکنو په موخه د افغان حکومت ترڅنګ ولاړ دي.

خو د ټاکنو خپلواک کمېسیون مشر عبدالبدیع صیاد خبري غونډې ته وویل چې د اپیسی باید د کمېسیون په همکارۍ او مشورې ولګول شي.

ښاغلي صیاد زیاته کړه، دوی د رڼو او بې‌درغلیو ټاکنو ته ژمن دي او دغه کمېسیون د کومې ډلې تر فشار لاندې نه راځي.

جاپان له ۲۰۰۱ کال راهیسې له افغانستان سره د امنیت، کرنې، د کلیو بیارغاونې، د ظرفیتلوړونې، زده‌کړو، روزنې او روغتیا په برخو کې میلیاردونه ډالر مرسته کړې‌‌ده.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام