تر راتلونکو څو ساعتونو پورې دچینایانو او هغه هېوادونو چې د چین سره یوشان کلتور لري د نوي کال جشن پیلوي.
دغه جشن ته پسرلنی جشن هم وايي او د چین هېواد له سترو او تاریخي لرغونو جشنونونه شمېرل کېږي.
د چینایانو پسرلنی جشن د هانکانګ، تایوان، بروني، سویلي کوریا، مغولستان، نیپال، بوتان، ویټنام، سنګاپور، اندونیزیا، مالیزیا، فیلیپین او نایلنډ هېوادونو کې نماځل کېږي.
د چین په جنتري کې شپه، ورځ او کال د لمر، سپوږمۍ او ستورو له حرکته معلوميږي او همدا ډول د دوی جنتري د شمسي او قمري له ترکیب څخه جوړه شوې ده.
د چینایانو نوی کال د دلوې میاشتې (د جنوري له ۲۱ تر فبروري تر ۲۱) په راختلو سره ( د قمري میاشتې لومړۍ نېټه) پيليږي.
د چینایانو د نوې کلنۍ په حساب نوی کال یې د بېزو کال دی.
د نوي کال جشن په ځانکړو مراسمو نمانځل کېږي، د جشن لومړۍ نمانځنه په کوچنۍ اور لوبه پیلېږي او ورپسې لویه اور لوبه پیلېږي.
د چین خلک د اور لوبې تر څنګ په سره رنګو پاکټونو کې یو بل ته د لیکونو ډالۍ ورکوي او د دې جشن په نمانځلو کې سور رنګ خپل ارزښت لري.
دوی ښارونه، کلي او کوڅې په څراغونو ښایسته کوي، ددوی د انګېرنو له مخې سور رنګ په نوي کال کې د نیکمرغۍ په معنا دی.
د دغه جشن دیني پروګرام هر کال د یو ځانګړې ترانې په ویلو پیلېږي، چې نجونې د سور رنګه کالیو په اغوستلو سره ډول ډول نڅاوې کوي.
د چین خلک د نوي کال د نمانځنې په مراسمو کې، د سوپ خواړه پخوي، د زمري او ښامار په شان لوبې او نڅاوې کوي.
دوی د پسرلي په جشن کې د یوبل لیدو ته ورځي او تر درې ورځو پورې له کالیو او سرونو له منځلو ډډه کوي.
دغه جشن معمولا ۱۵ ورځې دوام کوي او په وروستۍ ورځ چې د مشعل جشن په نوم یادېږي په نڅاوو پای ته رسېږي.