د رویترز خبري اژانس، د ترکیې عدلیې وزیر باقر بزدک له قوله رپوټ ورکړی، چې دولت هڅه کوي په کودتا کې د لاس لرلو په تور ۷۶۶۸ کسان ونیسي.
شاوخوا یوه میاشت مخکې د ترکیې یوې ډلې پوځیانو غوښتل د کودتا له لارې د ولسمشر رجب طیب اردوغان واکمني ړنګه کړي خو بریالي نه شول.
ترکي چارواکو له هغه وروسته زرګونه پوځي او ملکي لوړ رتبه او ټیټ رتبه ماموران ونیول چې یو شمیر یې بیرته خوشې خو زیات شمیر نور لا هم بندیان دي.
په دې ناکامه کودتا کې له ۲۹۰ زیات کسان وژل شوي او ۱۴۰۰ نور ټپیان شوي وو.
د ترکیې عدلیې وزیر ویلي چې تر څارنې لاندې ټول دغه کسان د حکومت مخالف مذهبي څیرې فتح الله ګولن سره په همکاري تورن دي.
ترکي چارواکو ددې ناکامې طرحې تور پر دیني عالم فتح الله ګولن پورې کړ چې اوس په امریکا کې اوسیږي.
د ترکي چارواکو پروینا ترڅارنې لاندې کسانو په منځ کې له ۲۰۰ زیات پوځیان هم شامل دي.
د ترکیې حکومت اعلان کړی چې په ناکامه کودتا کې د لاس لرلو په تور ۱۶ زره کسان نیول شوي وو چې له دې ډلې، څه باندې ۱۰ زره یې بیرته خوشې شوي.