د تخار د عامې روغتیا ریاست مسوولان وايي، هغه خصوصي روغتیايي مرکزونه تړي چې پهدې ولایت کې غیرقانوني فعالیت لري.
د تخار د عامې روغتیا رییس حفیظالله ساپی وايي، تراوسه په تالقان ښار کې هغه ۱۰ خصوصي روغتیايي مرکزونه تړل شوي چې د فعالیت قانوني جوازونه یې نهلرل.
د ولسي جرګې یوې وکیلې په غور کې د یو روغتیايي مرکز دروازه تړلې
طالبانو په فراه کې ۲۵ روغتیايي مرکزونه تړلي
د پکتیا څمکنیو ولسوالۍ اوسېدونکي له روغتیايي خدمتونو بې برخې دي
سره لهدې چې ښاغلی صافی د دغه بهیر پر وړاندې د جدي ننګونو د موجودیت یادونه کوي؛ خو د دغو ننګونو څرنګوالي په اړه څه نه وايي.
د تخار د عامې روغتیا رییس همدارنګه ټینګار وکړ چې دې ولایت کې له جواز پرته د خصوصي روغتیايي مرکزونو شمېر زیات دی؛ خو دوی د خپلو څېړنو بهیر په ولسوالیو کې د ټولو غیرقانوني روغتیايي مرکزونو تر تړل کېدو پورې دوام ورکوي.
د متخصصو ډاکټرانو نهشتوالی او د روغتونونو او روغتیايي مرکزونو د سیستمونو نه معیاريتوب، په تخار کې د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو په تړاو مهمې ستونزې دي.
تخار کې د مدني ټولنو شبکې غړی حفیظ حقجو وايي، مدني ټولنې له دې ستونزې څخه خبرې وې او دغه څېړنې هم د مدني ټولنو شبکو وړاندیز پر اساس پیل شوي چې دوی یې نظارت هم کوي.
دا داسې مهال دی چې وروستیو کې د تخار ولایتي روغتون کې د روغتيايي خدمتونو له وړاندې کولو او دندو ته د ډاکټرانو پر نه حاضرېدو نیوکې ډېرې شوي او دغه روغتون له څوو میاشتو راهیسې د سرپرست له لوري اداره کېږي.