تخار کې د جګړې دوام؛ ۳ زره کورنۍ بې‌ځایه شوي

د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ له تېرو څلورو ورځو راهیسې د تخار ولایت په دشت‌کلا ولسوالي کې جګړه روانه ده.

دا جګړه د امنیتي ځواکونو له لوري د طالبانو د له منځه وړلو او د دوی تر واک لاندې سیمو پاکولو په موخه پیل شوې ده.

د سیمې یو شمېر اوسېدونکي وايي، امنیتي ځواکونو په تېرو څلورو ورځو کې د پام وړ پرمختګ نه‌دی کړی او د جګړې ډېره مرګ‌ژوبله ملکیانو ته اوښتې ده.

دې جګړې د شت‌کلا ولسوالي سلګونه کورنۍ بې‌ځایه کېدو ته اړ کړي دي. نن هم لسګونه کورنۍ د دشت‌کلا ولسوالي د حق نظر له کلي بې ځایه شوې.

د حق نظر کلي د پراختیایي شورا مشر فتح‌الله وايي، نن ۲۵۰ کورنیو د سختو جګړو له امله کلی پرېښود او د دغه ولایت روستاق او خواجه‌غار ولسوالیو امن سیمو ته بې‌ځایه شوې چې په وینا یې، د ژوند وضعیت یې د اندېښنې وړ دی.

د نوموړي په وینا، ځینې کورنۍ د خپلوانو کورونو ته تللي او پاتې نورې د ژمي په سړه هوا کې پر خالي میدان پاتې دي.

په تېرو دوو ورځو کې د تخار ځوانانو د دشت‌کلا ولسوالي بې‌ځایه شویو ته د مرستې را ټولولو کمپاین پيل کړی دی.

د تخار د والي ویاند جواد هجري وايي، د دشت‌کلا د ۱۱ کلیو اوسېدونکیو چې شمېر یې ۳ زرو کورنیو ته رسېږي، خپل کورونه پرې ايښي او په یادې ولسوالي کې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ لا هم سخته جګړه روانه ده.

تخار؛ لسګونه کورنۍ د دولت او طالبانو جنګ کې ایسارې دي

تخار کې ۱۰ روغتيايي مرکزونه تړل شوي

د نوموړي په وینا، حکومت د څېړنو لپاره یو پلاوی سیمې ته لېږلی، دغه راز له مرستندویه موسېسو سره هم په اړیکه کې دی چې تر څېړنې وروسته به ورسره مرسته وکړو.

په دشت‌کلا ولسوالي کې جګړه د دې لامل شوې چې د کوکچې شاوخوا ته د څلورو نورو پرتو ولسوالیو لارې هم د تخار له مرکز سره وتړل شي.

د دغو څلورو ولسوالیو وګړیو چې له فرعي لارې سفر کړی، له وسله‌والو غلو سره مخ شوي چې هر څه یې ترې اخېستي دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام